د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي افغانستان، چین او پاکستان هوکړه کړې ترڅو له ترهګرۍ سره د مبارزې او همدارنګه په دغو درې هېوادونو کې د امنیت د ښهوالي لپاره په ګډه کار وکړي.
د مېرمن هواچونینګ په وینا، دغه پرېکړه تېره اوونۍ د دغو درې هېوادونو د استازو په غونډه کې د چین په بیجنیګ کې وشوه.
په دغې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي، د چین د بهرنیو چارو مرستیال لي هویلاي او همدارنګه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال تسنیم اسلم ګډون درلود.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو له مرستیالانو سره ولیدل. هغې په دې اړه وویل:«د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وویل چې پاکستان او افغانستان د ترهګرۍ پر ضد د نړیوالو هڅو له مهمو ځواکونو څخه دي او او د نړیوالۍ ترهګرۍ په مبارزه کې یې ډېره عالي ونډه اخیستې ده.»
په همدې حال کې، د چین د بهرنیو چارو وزیر د ختیځ ترکستان له اسلامي غورځنګ او نورو ترهګرو ډلو سره د چین له مبارزې سره د افغانستان او پاکستان مرستې وستایلې.
د چین د بهرنیو چارو وزارت په حواله، چین چمتو دی ترڅو په افغانستان او پاکستان کې د ثبات د راوستو لپاره همکاري وکړي.
له بلخوا د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي چې چین د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي او په افغانستان کې له ټولو ډلو څخه غواړي چې خپلې غوښتنې د خبرو اترو له لارې مطرح کړي.