د هېواد د کرېکټ د ۱۹ ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره د اسیا جام سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړه.
دغه لوبډله وتوانېده، په نیمه پای لوبه کې د ۷ ویکټو په توپیر سره د نیپال لوبډلې ته ماتې ورکړي.
ټاکل شوې ده د هېواد د کرېکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله به د راتلوونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د پاکستان په وړاندې د لوبې ډګر ته ور ودانګي.
د کرېکټ د اسیا جام سیالۍ په مالیزیا کې ترسره شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې په خپلې ګروپي لوبو کې پاکستان، عربي متحده اماراتو ته ماته ورکړې، خو د سریلانکا په وړاندې یې ماته منلې وه.
افغانستان تراوسه د دغو سیالیو پای لوبو ته لاره نه وه پیدا کړې، خو درې ځله تر نیمه پای لوبې راغلي وو.