له هغې وروسته کله چې د امریکا د ولسي جرګې د دغه هېواد د بودیجې د لایحې په اړه هوکړې ته سره ونه رسېدل، د فډرالي دولت د بنسټونو د تړل کېدو بهیر پیل شوی دی.
اوس ټول فډرالي بنسټونه تړل شوي او یوازې مهم بنسټونه به لکه امنیتي بنسټونه فعال پاتې شي.
ټاکل شوې ده چې د امریکې کانګرس د دغه هېواد د بودیجې په اړه یوه فوق العاده غونډه جوړه کړي او هڅه وکړي ترڅو د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو استازي په دې اړه هوکړې ته اړ کړي.
د امریکا دفاع وزارت وايي چې دغه بنسټ به د امریکا د خلکو، تړونوالو او د دغه هېواد د کټو لپاره خپل ماموریت ته دوام ورکړي.
په امریکا کې د دولتي ادارو د رخصتۍ بهیر د شنبې پر نیمه شپه کې پیل شو.
د امریکې دفاع وزیر جمیز مټيس په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي:«موږ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپل ورځني ماموریت ته دوام ورکوو. کښتۍ او اوبتلونه به په اقیانوس کې پاتې شي، زموږ الوتکې به الوت وکړي او په منځني ختیځ، افریقا او سوېلي اسیا کې به زموږ جنګي وسایط د ترهګرو ښکار ته دوام ورکړي.»
هغه وویل چې د دولتي بنسټونو د رخصتۍ پایلې یې په ګوته کړي دي.
هغه زیاته کړه:«تاسې زما شخصي ژمنه د دې لپاره چې د دفاع وزارت کارکوونکي د دغې پرېکړې د اغېزې د کموالي، پر تاسو او ستاسو پر کورنۍ هر ډول مالي اغېزې د کموالي لپاره به هڅې ترسره کړو.»
په ټوله امریکا کې به په لسګونه دولتي بنسټونه تر هغې چې یوه ښه مالي هوکړه رامنځته شي بند وي او د فډرالي حکومت په سلګونه زره کارکوونکي به له معاش څخه پرته رخصتي ولري.
دغه اقدام له هغې وروسته نیول کېږي چې د امریکا پارلمان هغه طرحه تایید کړه چې د ډیموکراټانو ملاتړ ته اړتیا لري ترڅو په قانون بدل شي.
دیموکراټان غواړي چې کابو ۷۰۰ زره کډوالو ته چې د ماشومتوب په وخت کې امریکا ته تللي دي هم په دغې طرحه کې شامل وي.