افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو تړلو ته د غبرګونونو په دوام د المان بهرنیو چارو وزارت له اسلامي امارته غوښتي څو د نجونو او ښځو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
دغه وزارت په افغانستان کې پر زدهکړو بندیز له امله اندېښنې په څرګندولو سره پر اېکس لیکلي چې په دغه هېواد کې د نوي ښوونیز کال له پېل سره، د منځنۍ او لېسې دورې نجونې او همدارنګه د پوهنتون زدهکړیالانې یوځل بیا له زدهکړو محرومې شوې دي.
له دې سره سم، افغانستان لپاره د هالنډ سفارت هم د نوي ښوونیز کال پیل په افغانستان کې د څه باندې یو میلیون نجونو او ښځو لپاره "توره ورځ" بللی چې د دریم پرله پسې کال لپاره له زده کړو محرومې دي.
دغه سفارت ویلي، د نجونو پر زده کړو بندیز د بشري حقونو "سرغړونه" ده چې افغانې ټولنې ته به بدې پایلې ولري.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې استازې، الیسون ډیویډیان ویلي د نجونو زده کړې د ټول ملت لپاره د روښانه راتلونکي دروازې پرانیزي.
د الیسون ډیویډیان په خبره، افغانستان کې باید د نجونو پر زده کړو بندیز پای ته ورسېږي.
افغانستان کې نجونو ته د زده کړو اجازه او د بشري حقونو تامین د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې لپاره د نړۍوالې ټولنې له شرطونو څخه دي.
په دې اړه مو اندونه