Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عمري: یوازې «په مجاهد او طالب» د نظام د جوړولو فکر تېروتنه ده

د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري په خوست ولایت کې د میخانیکي انسټېتیټوټ د زده‌کړیالانو د نندارتون د پرانیستې په غونډه کې ویلي چې شته نظام یوازې په عالم او طالب نه جوړېږي بلکې عصري علوم هم یوه جدي اړتیا ده.

ښاغلي عمري د عصري زده‌کړو پر اهمیت له ټینګار سره همدرارنګه ویلي چې نظام په هره برخه کې مسلکي کسانو ته اړتیا لري.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړه:«دا نظام يوازې په ملا صاحب نه‌جوړېږي بيا هم په تکرار سره وايم که زه دا اشتباه وکړم يا زما مشران دا اشتباه وکړي چې نظام يوازې په ما جوړېږي او يوازې په ما مجاهد، ملا او طالب جوړېږي. دا اشتباه دې پر دوی مبارک وي موږ ورسره موافق نه يو.»

په همدې حال کې متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست بدرالدین حقاني هم په دغو مراسمو کې پر عصري زده‌کړو ټينګار وکړ او په خبره يې د عصري او ديني زده‌کړو او مسلکي کسانو پر مټ شونې ده چې هېواد کې شته ستونزې هوارې شي.
 
ښاغلي حقاني څرګنده کړه:«د امارت هر مسوول په خپل بخش او مسووليت کې متوجه دي که الله (ج) دا نظام تر څه وخته وساته تاسې به په لنډ وخت کې د مترقي هېواد شاهدان ياست.»

بل پلوه د دغه انسټېټیوټ مسوولان محصلینو ته د ډېرو اسانتیاوو برابرولو غوښتوونکي دي.

د خوست د میخانیکي انسټېټیوټ امر سیف‌الرحمن مظلوم وايي:«په عموم کې انسټېټیوټ ډېرې اړتياوې لري اوس مهال د ودانيو خرابوالی او په ورکشاپونو کې مواد پخواني دي او موټر او نور وسايط هم پخواني او له کاره لوېدلي دي چې ګټه ترې نه اخيستل کېږي موږ ته بايد نوي وسايل او امکانات راکړل شي تر څو محصلين پرې عملي کار وکړي.»

د خوست د میخانیکي انسټېټیوټ زده‌کړیال او د يوه موټر جوړونکی نور ويس خان څرګندوي:«په دوه نيمو مياشتو کې دا موټر بايد جوړ شوی وای؛ خو د اقتصادي او نورو ستونزو له امله مې دا پيکپ ډوله موټر په څوارلس مياشتو کې جوړ کړ.»

د خوست میخانیکي انسټېټیوټ ځينې زده‌کړیالان چې خپل لسګونه جوړ کړي توکي یې نندارې اېښي وو له مسوولانو او مرستندویه بنسټونو د ملاتړ غوښتنه کوي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه