Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زده کوونکې: ا.ا دې د اختري په بڼه نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي

د کوچني اختر په درشل کې له شپږم ټولګي پورته یو شمېر نجونې زده کوونکې یو ځل بیا د نجونو پر مخ د پاتې ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو د پرانېستنې غوښتنه لري.

دوی وايي، دا چې د زده کړو د دوام اجازه نه ورکول کېږي؛ نو د اختر لمانځل هم ورته چندان خوندور نه دي.

شل کلنې صنم تر دېرشو ډېر اثار نقاشي کړي دي.

هغه وایي، د اقتصاد پوهنځي محصله وه او د نجونو پر مخ د پوهنتونونو له تړل  کېدو وروسته یې انځورګرۍ ته مخه کړې ده.

محصلې، صنم طلوع نیوز سره په خبرو کې و ویل: «یو نیم کال وشو چې موږ امر ثاني ته په تمه یو. هره پرېکړه چې کوي، ژر دې وکړي ځکه په دې کار سره یې نجونې له ناروغیو سره مخ کړې دي. لکه اوس موږ چې هیڅ نه پوهیږو په تمه پاتې شو او که بیخي لاس واخلو.»

د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو د پرانېستلو د غوښتنو په لړ کې د کوچني اختر د رارسېدو په درشل کې یو شمېر نجونې له اسلامي امارته یوځل بیا غواړي چې بېرته خپلو ټولګیو ته د ستنېدو  اجازه ورکړي.

دوی وایي چې له زده کړو لېرېوالی د دې لامل شوی دی چې د اختر په څېر د مناسبتي ورځو نمانځل ورته پیکه شي.

زده کوونکې، فرزانه وايي: « موږ له اسلامي امارته غواړو چې د اختري په بڼه زموږ ښوونځي پرانیزي.»

یوه بله زده کوونکې، لیمه وايي: « دا هېواد چې موږ پکې اوسو، موږ ته پردی شوی دی، موږ هیڅ دا حس نه لرو چې دا هېواد دې زموږ وي، زما غوښتنه بیا هم دا ده چې ښوونځي او پوهنتونونه دې پرانیستل شي.»

له زده کړو یو شمېر بې برخو نجونو په دې موده کې انځورګرۍ ته هم مخه کړې ده.

بل پلو، د هېواد  پخوانی ولسمشر په کابل کې د ایران له سفیر سره په کتنه کې یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو پر پرانېستو ټینګار کړی دی.

د ښځو حقونو چارو فعالې، فاضلې په دې تړاو و ویل: «نور زموږ صبر پایته رسېدلی دی. موږ وسله نه لرو او اعتراض هم نه کوو، غوښتنه مو ده چې موږ مثبت لوري ته ولاړ شو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت چارواکو د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانېستل کېدو  خبره کړې ده، خو تر اوسه په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دی شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه