Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هوايي ځواکونه د بلک هاک چورلکو له ترلاسه کولو خوښ دي

افغان ځواکونه د بلک هاک چورلکو له ترلاسه کولو د خوښي له څرګندولو سره وايي د امریکا متحده ایالاتونو لخوا افغان ځواکونو ته ورکړل شوې چورلکې سپکې دي او کم لګښت لري.

افغان هوايي ځواک وايي دا چورلکې د پوځ له نورو چورلکو سره ډېر توپير لري او کولی شي چې له دې چورلکو سره په جګړې کې ښه پرمختګ وکړي.

ځوان پيلوټ جواد ثاقب د دغو چورلکو د پورته کولو لپاره چمتو کیږي او د دې چورلکو د ځانګړتیاوو په اړه وايي:«هغه توپير چې لري یې دا پرمختللې دي او کم لګښت لري نور هغه ډول الوتنې کوي چې مې ۱۷ یې کوي.»

پيلوټان په افغانستان کې د دغو چورلکو کارول ډېر مهم بولي او وایي د دې چورلکو کارول به د افغانستان پر جګړې اغیزه وکړي.

د هوايي ځواک پیلوټ، محمد طاهر څرګندوي:«اوس موږ دلته(د کندهار هوايي ډګر) کې د تمرین لپاره راغلي یوو. دوه اوونۍ کېږي چې روان دي او دا تمرین به شپږ اوونۍ وخت ونیسي.»

په اوسني وخت کې افغان پيلوټان روزل او ددغو چورلکو د کارولو لپاره چمتو کیږي.

بهرنی روزونکی، الکساندر وايي:«پیلوټان دوه روزنیزې دورې پای ته رسوي. لومړی کیو ټي نومیږي چې یوه میاشت وخت نیسي او دوهم یې هم ام کیو ټي نومیږي چې کابو دوه میاشتې وخت نیسي. ټوله موده شپږ میاشتې کېږي.»

د دوو بلک هاک چورلکو د سپارلو پرمهال طالبانو هم په دې اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د دغو چورلکو راتلل به د هاموي موټرو په شان چې یو شمېر یې اوس له طالبانو سره دي د دوي په ګټه وي.

پيلوټان په افغانستان کې د دغو چورلکو کارول ډېر مهم بولي او وایي د دې چورلکو کارول به د افغانستان پر جګړې اغیزه وکړي

شریک یي کړئ