Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمندي پلار او مور خپل درې زامن له لاسه ورکړي

په هلمند کې یوه پلار او مور د هېواد د دفاع په لاره کې خپل درې زامن له لاسه ورکړي دي او یو بل زوی لاهم د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوي.

د دغه مور او پلار درې واړه زامنو د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله چې له مخالفینو سره په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.خو د هغوی یو بل زوی په کجکي ولسوالۍ کې د خپلو وروڼو لارې ته دوام ورکوي.

دغه مور او پلار د خپلو زامنو له شهادت څخه وروسته اړ کېږي چې لښکرګاه ښار ته پناه یوسي.

دغه مور او پلار د خپلو زامنو په سرښندنې ویاړي.

د شهید شویو سرتېرو موږ بي بي ذوالحجه وايي:«په کابل کې مې هڅه وکړه چې له ولسمشر سره ووینم،خو بریالۍ نه شوم.په لښکرګاه کې نه شم کولای چې د کور کرایه ورکړم او اړه یم چې بېرته د کجکي ولسوالۍ ته ولاړه شم له ته هم د طالبانو له لاسه هم آرامه ژوند به ونه لرو.»

څلور زامن په لېوالتیا او شوق سره د پولیسو له لیکو سره یوځای شول او د کجکي په ولسوالۍ کې د طالبانو په وړاندې جنګېدل.

بي بي ذوالحجه زیاتوي:«درې زامن مې د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې شهیدان شول او بل زوی مې ټپي دی او دنده ترسره کوي.دم‎ګړۍ له ډېرو ستونزو سره مخامخ یوو.»

د هغو قربانیو په وړاندې چې دغې کورنۍ زغملې،له درد او رنځ څخه پرته نور څخه نه دي رسېدلي.

دغو شهیدو سرتېرو پلار دوست محمد وايي:«د کجکۍ په ولسوالۍ طالبانو کور مې ویجاړ کړ او ځمکه مې هم غصب کړه.له دې وروسته چې زامن مې شهیدان شول،اړ شوم چې لښکرګاه ښار ته راشم.دلته هم زموږ ژوند په سختۍ تېرېږي.»

دغه کورنۍ په کرايي کور کې ژوند کوي او د درنو پورونو بار پر هغوی ژوند ستونزمن کړی.د دغو ویرجن مور او پلار د اړتیاو یوازینی برابرونکی د هغوی ځوان زوی دی چې تراوسه هم په کجکي ولسوالۍ کې د جګړې په ډګر کې له طالبانو سره جنګېږي.

شریک یي کړئ