د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د بشري حقونو سازمان د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۳۱ مه) په شیرپور څلور لاره کې د اعتراض کونکو د خیمې د لیرې کولو بڼه ناقانونه او یو ناوړه چلند وباله او ټینګار کوي چې پولیسو باید د اعتراض کوونکو په وړاندې له تاوتریخوالي کار وا نه خلي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې دولتي مسؤولان له اعتراض کوونکو سره تاوتریخجن چلند کړی او دولت باید دغه پېښه په جدي توګه وڅېړي.
د بشري حقونو د کمېسیون کمېشنر موسي محمودي په دې اړه وویل:«د حکومت چلند ناقانونه دی او د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون لپاره د اندېښنې ځای دی. حکومت باید له لاریون کوونکو سره له سولهییزې لارې کار اخیستی وای. نه له وسلې څخه.»
په داسې حال کې چې د خېمو د لیرې کولو پر مهال دوه اعتراض کوونکي ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شول د افغانستان د بشري حقونو سازمان له اعتراض کوونکو سره د پولیسو پر دغه چلند نیوکه کوي.
د افغانستان د بشري حقونو سازمان رییس لعل ګل لعل په دې اړه وویل:«د اعتراض کوونکو د عدالت غوښتنې طریقه هم سمه نه وه او حکومت هم د اعتراض کوونکو په وړاندې تېروتنه وکړه.دلته څو تنه مړه او ټپیان شول.»
له بلخوا اجراییه ریاست وايي که څه هم څو ځله یې له اعتراض کوونکو غوښتي وو چې خیمې لیرې کړي خو دوی یې غوښتنې ته پام ونهکړ.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل څرګنده کړه:«موږ هڅه وکړه چې دغه ستونزه د مذاکرې له لارې حل شي. څو ځله مو د پارلمان له لارې مذاکره وکړه.د خلکو غوښتنه هم همدا وه خو هغه کار چې وشو د حکومت لپاره د منلو وړ نه وه او یو پلاوی به دا وڅېړي او له مسؤولینو سره به قانوني چلند وشي.»
افغان ځواکونو دوه ځله له هغو اعتراض کونکو سره له تاوتریخوالي ډک چلند وکړ چې د حکومت پرخلاف یې اعتراض کړی وه.
لومړی د غبرګولي په ۱۲ مه د اعتراض کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې ۵ تنه مړه شول او د سېشنبې پر شپه هم د کابل د شیرپور په څلور لاره کې د خېمې د لیرې کولو پر مهال دوه تنه ووژل شول او ۲۰ تنه نور ټپيان شول.
په دې اړه مو اندونه