د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت هېواد کې خوراکي ځانبسیاینې ته د رسېدو لپاره له هڅو خبر ورکوي.
د دغه وزارت سرپرست په غور کې په یوې غونډه کې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتېدو خبره کړې ده.
عطاءالله عمري وایي، دوی هڅه کوي چې افغانستان د خوراکي توکو د تولید په برخه کې ځان بساینې ته ورسېږي.
د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست وايي:«کله چې د صادراتو خبره کېږي، ټول کرنیز محصولات دي. همدا د مېوې محصولات چې تاسو ته چندان ارزښت نهلري. لکه، د بدخشان او تخار توت سږکال تر چینه او هندوستانه ورسېدل.»
اخوا، د کرنې او مالدارۍ خونه زیاتوي، چې د کرنیزو محصولاتو صادرونکي سږکال د تورخم دروازې د تړل کېدو او د کابل - جلال اباد پر لار د غره د ښویېدو له امله زیانمن شوي دي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجيزاده وویل:«د صادراتو په برخه کې زموږ سوداګر وتوانېدل چې صادرات وکړي؛ خو په دې وروستیو کې د تورخم دروازې له تړل کېدو او د کابل- جلال اباد پر لویه لار د غره ښویېدنې له امله زموږ سوداګر ونه توانېدل چې خپلو صادراتو ته دوام ورکړي. سوداګر زیانمن شي دي.»
بلخوا، د چارو ځينې شنوونکي پر دې باور دي، کهچېرې د افغانستان کرنیزې ځمکې په سمه توګه مدیریت شي، هېواد د بېلابېلو کرنیزو محصلاتو د تولید ظرفیت لري.
د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالظهور مدبر وايي:«دا چې افغانستان ۹٫۲ مېلیونه هکټاره ځمکه د لاسرسۍ وړ ده، کهچېرې موږ د هغې ډېره سلنه استفاده کړو، په ځلونو کولای شو چې ټولو هېوادونو سره صادرات ولرو.»
د اقتصادي چارو شنوونکی قطب الدین یعقوبي هم څرګندوي:«کرنیز محصولات کهچېرې په پرمختللې او د ټکنالوژۍ په استفادې تولید شي، او دننه په هېواد او بهر کې ورته د بازارمودنې ښه زمینه برابره شی، کولای شي چې د هېواد له اقتصاد سره ښه مرسته وکړي.»
د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د هېواد تر ټولو ډېر صادرېدونکي توکي کرنیز محصولات دي.
په دې اړه مو اندونه