Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار کې له ۱۳ ولسوالیو ۳۶۰ زره کیلو ګرامه وړۍ راټوله شوې

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، تېر یو کال کې د کندهار له مالدارانو ۳۶۰ زره کیلو ګرامه وړۍ راټوله شوې ده.

د دغه ریاست مسوولین وايي، دا وړۍ یې د کندهار د ۱۳ ولسوالیو له مالدارانو راټوله کړې ده.

د کندهار د کرنې رياست د مالدارۍ امر، محمد حامد وویل: « موږ هڅه کوو چې بزګرانو ته فرصتونه برابر کړو چې خپل محصولات بهر ته صادر کړي او د دوی ننګونې حل کړو.»

کندهار کې د هالنډ کمېټې استازي، محمد مسعود محمدي هم وویل: « تېر کال مو د کندهار له ۱۳ ولسوالیو یانې د تولید له ۴۳ مرکزونو شاوخوا ۳۶۰ زره کیلو وړۍ راټوله کړه.»

خو کندهار کې څاروي لرونکي د وړیو پلور مناسب بازار له نشتوالي شکایت کوي.

دلته د کندهار، زابل، روزګان او هلمند لسګونو څاروي لرونکو ته د هالنډ کمېټې په مرسته د وړۍ د معياري ټولولو روزنه ورکول کېږي.

ارزګان کې څاروي لرونکي، محمد ناصر وویل: « یواځنۍ غوښتنه مو دا ده چې له هېواده بهر د وړیو صادرولو لپاره زمینه برابره شي.»

یو بل څاروي لرونکي، محمد اکبر هم وویل: « زموږ ولسوالۍ ډېره لیرې ده، دلته باید د څارویو د درملنې او د وړۍ تولید مرکزونه جوړ شي.»

د کندهار کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د مالوماتو له مخې، مالدارانو د ملاتړ په موخه هېواد ته له بهره د وړۍ پر وارداتو لګېدلی بنديز به، بازار کې د کورنۍ وړۍ پر بيو مثبت اغېز وکړي.

ورته مهال، د کندهار، زابل، روزګان او هلمند لسګونو څاروي لرونکو ته د هالنډ کمېټې په مرسته د وړۍ د معياري ټولولو روزنه ورکول کېږي.

تصویر بندانگشتی

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، تېر یو کال کې د کندهار له مالدارانو ۳۶۰ زره کیلو ګرامه وړۍ راټوله شوې ده.

د دغه ریاست مسوولین وايي، دا وړۍ یې د کندهار د ۱۳ ولسوالیو له مالدارانو راټوله کړې ده.

د کندهار د کرنې رياست د مالدارۍ امر، محمد حامد وویل: « موږ هڅه کوو چې بزګرانو ته فرصتونه برابر کړو چې خپل محصولات بهر ته صادر کړي او د دوی ننګونې حل کړو.»

کندهار کې د هالنډ کمېټې استازي، محمد مسعود محمدي هم وویل: « تېر کال مو د کندهار له ۱۳ ولسوالیو یانې د تولید له ۴۳ مرکزونو شاوخوا ۳۶۰ زره کیلو وړۍ راټوله کړه.»

خو کندهار کې څاروي لرونکي د وړیو پلور مناسب بازار له نشتوالي شکایت کوي.

دلته د کندهار، زابل، روزګان او هلمند لسګونو څاروي لرونکو ته د هالنډ کمېټې په مرسته د وړۍ د معياري ټولولو روزنه ورکول کېږي.

ارزګان کې څاروي لرونکي، محمد ناصر وویل: « یواځنۍ غوښتنه مو دا ده چې له هېواده بهر د وړیو صادرولو لپاره زمینه برابره شي.»

یو بل څاروي لرونکي، محمد اکبر هم وویل: « زموږ ولسوالۍ ډېره لیرې ده، دلته باید د څارویو د درملنې او د وړۍ تولید مرکزونه جوړ شي.»

د کندهار کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د مالوماتو له مخې، مالدارانو د ملاتړ په موخه هېواد ته له بهره د وړۍ پر وارداتو لګېدلی بنديز به، بازار کې د کورنۍ وړۍ پر بيو مثبت اغېز وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه