Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد په شمال ختیځ کې له ملخانو د کرنیزو ځمکو د ژغورنې هڅو پیل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد شمال ختیځ زون په کرنیزو ځمکو کې د ملخانو او طبیعي افتونو پر وړاندې د مبارزې بهیر له پیل خبر ورکوي.

د دغه وزارت یوه ګرځنده ډله چې تخار ته تللې وایي، روان کال یوولس ولایتونه د ملخانو د برید له ګواښ سره مخ دي.

ددغه وزارت یوه ګرځنده ډله چې تخار ته تللې وايي روان کال کې د ۱۱ ولایتونو کروندې د ملخانو له هجوم سره مخ کېدونکې دي او دوی یې د مخنیوي په پار هڅې پیل کړې دي.

په شمال زون کې کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ملخانو د کنټرول مسوول، مرجان همت و ویل: «کابو ۱۱ ولایتونه د ملخانو د بریدونو له ګواښ سره مخ دي، چې دغه ټول ولایتونه زموږ تر پوښښ لاندې دي. او په شمال ختیځه برخه کې چې زما مسوولیت دی، الحمدلله تېره ورځ مو په بغلان کې کنټرول پیل کړ او په کندوز او تخار کې به هم پیل شي.»

د تخار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس رحیم الله احدي وايي، د دغه ولایت په اتو ولسوالیو کې به کروندګرو ته د ملخانو ضد دوولس زره لیټره درمل ورکړي.

رحیم الله احدي و ویل: «موږ الحمدلله نن د تخار په اتوو ولسوالیو کې کابو درې زره لیټره دوام و ویشله، چې اوس په موټرو کې بار ده او ولسوالیو ته وړل کیږي چې کار پیل کړي.»

په تخار کې ځینې کروندګر وايي چې تېر کال یې ملخانو کرنیزې ځمکې زیانمنې کړې او ددې حشرې پر وړاندې پیل شوی کمپاین د کرنیزو ځمکو په ساتنه کې اغېزمن بولي.

کروندګر، بای محمد و ویل:« تېر کال ټول ملخان د تاجېکستان له لوري کوکچې او خواجه غار او دشت قلعه ولسوالیو ته راغلي وو، څه باندې ۹۰ سلنې کروندګرو ته یې زیان ورسوه.»

یوه بل کروندګر، احسان و ویل: «هغه دوا چې وار له مخه وهل شوي وي، ډېره ښه وي. همدا اوس زموږ په سیمه کې نشته خو په پل بیګم سیمه کې ډیر زیات دي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال له تاجېکستانه مراکشي ډوله ملخانو د شمال ختیځو ولایتونو کرنیزو ځمکو باندې هجوم راوړی و چې له امله کرنیزو تولیداتو ته پراخ زیانونه واوښتل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه