ربابه محمدي چې له دوو لاسو او پښو معلوله ده، د خپلو نقاشیو په نندارې سره غواړي چې نورو اړو کسانو سره مرسته وکړي.
دا ۱۶ کلنه پیغله نشي کولی چې ښوونځي ته ولاړه شي، خو په خوله کې د قلم نیولو سره کولی شي چې انځورونه وباسي او نندارې ته یې وړاندې کړي تر څو ګټه یې پر نورو معلولو کسانو ولګوي.
د ربابې د انځورګرۍ څو اثار په کابل کې نندارې ته ایښودل شوي او له هغې څخه ترلاسه شوې پيسې یې له نورو معلولینو سره په مرسته کې لګولې دي.
په همدې حال کې په کابل کې د ربابې د هنري اثارو یو شمېر لیدونکي وايي د نوموړې په کښل شویو انځورونو کې د کړیدلو او جګړه ځپلو افغانانو درد او رنځ له ورایه ښکاري.