د مکسیکو چارواکي وايي چې د سیمې پر مهال غرمه د اور لوبې د توکو په یوه مارکېټ کې د یوې ځواکمنې چاودنې په ترڅ کې لږ لر لږه ۲۹ تنه وژل شوي او ۷۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه چاودنه د ټولټپک په سیمه کې رامنځته شوې ده او د هغې له امله اور لګېدنه په چټکتیا سره پراختیا موندلې او د سیمې پر سر د لوګي له امله توره ورېځ رامنځته شوې ده.
دغه بازار د چاودنې پر مهال د هغو مشتریانو څخه ډک وه چې د کال په پای کې د سنتي جشن د لماڼځې لپاره د اور لوبې د توکو او پټاقیو د پلور لپاره راغلي وو.
یو تن له عیني شاهدانو څخه وايي:«د چاودنې غږ مې وارېد او ټولو څیزونو اور واخیست.په حقیقت کې خلکو د اور له منځه تېښته کوله.»
اور لګېدنه د سیمې پر مهال ۲:۵۰ دقیقې رامنځته شوه او حتا له څو کیلو مټره لیرې سیمې څخه په اسمان کې اور لګېدنه لیدل کېده.
په دولت کې د مکسیکو والي اروویل آویلا وویل:«موږ د پېښې په سیمه کې ۲۶ مړي پیدا کړل او درې تنه هم په روغتون کې ساه وکړه چې د وژل شویو شمېر په ټول کې ۲۹ تنو ته رسېږي.»
پولیسو هم د ټوېټیر په پاڼه اعلان کړی چې ۷۰ تنه ژوبل شوي چې د عاجلې څانګې ته استول شوي دي.
د اور وژنې ډله توانېدلې ده چې له درې ساعتونو هڅې څخه وروسته اور مخه ډپه کړي.