د دارالامان پر واټ او هغې ته څېرمه د مرګونو ځانمرګو بریدونو او چاودنو ترسره کېدل د خلکو له لید لوري د پوښتنې وړ دي.
په تېر یوه کال کې د کابل دغه سیمې د پنځو لویو ځانمرګو بریدونو او چاودنو شاهدې وې .
د طلوع تلوېزیون پر کارکوونکو برید ، د دهمزنګ په څلور لاره کې د روښنايۍ پر غورځنګ برید ، د افغانستان پر امریکايي پوهنتون برید او پر باقر العلوم جومات برید له هغو بریدونو څخه دي چې له پروني برید مخکې ترسره شوي دي. خو خلک د دغه ډول بریدونو ترسره کېدل هغه هم د پلازمېنې په امنه سیمه کې سخت د پوښتنې وړ بولي.
د لازیاتو مالوماتو لپاره لاندې ویډيو وګورئ.