د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایډن،د ازادۍ مډال چې د دغه هېواد تر ټولو غوره غیر پوځي مډال دی ترلاسه کړ.
بارک اوباما، په سپینه ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې دغه مډال یې جو بایډن ته ورکړ.
اوباما وايي چې دغه مډال د امریکا خلکو ته د جو بایډن د سترو خدمتونو د ستاینې لپاره هغه ته ورکول کېږي.
د امریکا متحده ایالتو ولسمشر بارک اوباما،په سپینه ماڼۍ کې د مراسمو په لړ کې،د خپل مرستیال جو بایډن له کړنو څخه ستاینه وکړ.
هغه وویل:«چې اته نیم کاله مخکې وو چې جو مې د خپل مرستیال په توګه غوره کړ او حتا یو ځل مې هم د دغې پرېکړې پر سموالي مې شک ونه کړ.هغه زما او د امریکا د خلکو لپاره غوره ټاکنه وه. هغه یو فوق العاده کس دی،چې د خلکو لپاره یې فوق العاده کارونه کړي دي.»
ښاغلي اوباما له دې څخه پرته چې جو بایډن خبر وي،د امریکا د متحده ایالتو اعتبارلرونکی مډال یې هغه ته ورکړ.
هغه زیاته کړه:«د وروستي ځل لپاره د ولسمشر په توګه،خوښ یم چې ارزښت لرونکی مُلکي مډال مې یعنې د ازادۍ مډال مې ور کړل.»
جو بایډن چې د دغه مډال له ترلاسه کولو ډېر احساساتي شو او له خپلې کورنۍ او همدارنګه له اوباما د هغه د کورنۍ له کړنو څخه ستاینه وکړه.
هغه وویل:«هیله لرم هغه ځلانده نښې چې په تاریخ کې زما له نوم سره غوټه خوړلې،دا ډول وي چې زه د یوه عالي کس د سفر یوه برخه وم چې د دغه هېواد لپاره یې عالي کارونه ترسره کړي دي.»