د آسپانیا لالیګا فوټبال سیالیو په لړ کې بارسلونا پر لاویز لوبډلې بریدونه وکړل او یادې لوبډلې ته یې ۶ د صفر پر وړاندې ماته ورکړه.
په دې لوبه کې د بارسلونا له لوبډلې سوارز دوه، لیونل میسي او راکتیچ ګولونه ووهل او یو ګول هم د لاویز لوبډلې غړي په تېروتنې سره خپلې دروازې ته کړ.
په دې لوبه کې بارسلونا یرغلیزه لوبه پیل کړه چې په ۳۷ دقیقه کې یې لومړی ګول وواهه، او سیالې لوبډلې د دفاع پرته بله لاره نه درلوده.
د لاویز لوبډلې غړي، مسلم پاچکو په ۴۰ مه دقیقه تېروتنه وکړه چې په دې سره بارسلونا بل ګول وواهه.
او د لوبې لومړۍ نیمايي په همدې دوو ګولونو سره پایته ورسېده.
بارسا په ۵۹ دقیقه کې درېیم ګول ترسره کړ.
په پای کې چې لاویز لوبه بایللې وباله او له لوبې په شا شو نو بارسلونا په ۴ دقیقو کې دوه نور ګولونه هم ترسره کړل، او وروستی ګول هم نیمار ترسره کړل چې په دې سره لوبه ۶ د صفر پر وړاندې د بارسلونا په ګټه پایته ورسېده.
بارسلونا له دې بریا سره د لالیګا جدول کې له ۴۸ امتیازو سره دوهم ځای لري. رئال ماډریډ د اوساسانا پر وړاندې د ۳ـ یو بریا سره لا هم د لالیګا جدول په سر کې دی او دوه نورې لوبې هم په مخکې لري.