د هرات ولایت سیمهییز چارواکي وايي چې ولسمشر غني د یوه فرمان له مخې د دې ولایت د پولهساتو پولیسو شپږ چارواکي له دندو ګوښه کړي دي.
د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد په دې اړه طلوعنیوز ته وویل چې د ولسمشر غني دې فرمان له مخې د اسلامکلا پوځي قومندان او کمیسار، د پاسپورټ مدیر، او د چټک غبرګون قومندان او درې نور چارواکي ګوښه کړي.
دی زیاتوي چې اوسمهال د ګوښه شویو کسانو پر ځای سرپرستان ګمارل شوی دي.
نوموړي د ګوښه شویو کسانو د ګوښه کېدو لامل په اړه څه نه دي ویلي.