ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه ستوري محمد نبي عیسیخېل او راشد آرمان د هند پع غورهلیګ سیالیو کې د حیدرآباد په سنرایزر لوبډله کې لوبه وکړي.
د دې لیګ (آی پي ايل)نوی پړاو به د ۲۰۱۷ زیږدیز کال د اپریل میاشتې په درېيمه پیل شي او تر ۲۱ مې دوام ولري.
د سنرایزر لوبډله چې د حیدر آباد په استازيتوب د هند په غورهلیګ کې ګډون کوي، د محمدنبي لپاره ۳۰ میلیونه او راشد ارمان لپاره ۴۰ میلیونه هندي کلدارې ورکړې.
د یادونې وړ ده چې تېر کال سنرایزر لوبډله د هند غوره لیګ اتله شوه.
د نن ورځې (دوشنبې د کب ۲مه) جراجي کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر، اصغرستانکزی او شهزاد محمدي د کومې ډلې له لورې ونه پېرل شول، خو دا دواړه لوبغاړي بل چانس هم لري چې وپېرل شي.
دا لومړۍ ځل دی چې د افغانستان لوبغاړي د نړۍ لوی غوره لیګ کې لوبه کوي.
په همدې حال کې، په افغانستان کې د هند سفیر هم په خپله توېټرپاڼه کې له دې پرېکړې خوښې څرګنده کړې او لیکلي یې دي چې د هند له لوبډلو کې د افغانستان لوبغاړو لوبېده یې «یوازېنۍ هیله» وه، او دا بریا دې د افغانستان خلکو ته نیکمرغه وي.