په بغلان ولایت کې امنیتي چارواکي د دې پخلی کوي چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ له دوه ورځو نښتو وروسته،د تاله او برفک ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاسته ورغلی.
تراوسه د دغو نښتو له امله د مرګ ژوبلې په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی.
د بغلان ولایت ځايي چارواکو نن چهارشنبې(د کب په ۱۱مه)وویل چې د دغه ولایت په ځينو برخو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې دوام لري.
د چهارشنبې په ګهیځ،د تاله او برفک ولسوال فیض محمد امیري طلوع نیوز ته وویل چې پر دغې ولسوالۍ د طالبانو بریدونه د دوشنبې په شپه پیل شول او دغې ولسوالۍ ته ټولې ورغلې لارې یې وتړلې.
هغه زیاته کړه په دغې ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.
هغه د دغې نښتې د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.
له بلخوا،د بغلان ولایتي شورا چارواکي وايي چې طالبانو،دهنهی وادي،تورموش،شترجنګل، دهنه کیهان، د دوشي ولسوالۍ کنده سنګ سیمې نیولې دي.
په همدې حال کې یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې تېره شپه د ۷ بجو په شاوخوا کې طالبانو پر مرکزي بغلان ولسوالۍ برید وکړ.
سرچینه زیاتوي چې دمګړۍ د کاسه منګل،جوی کنه، آب قول، نواباد،منګل ها سیمو کې نښتې جریان لري او د نو اباد په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پوستې طالبانو نیولې دي او سرتېرې یې تښتېدلي دي.
خو چارواکو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.