د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وايي چې له چین سره د افغانستان د نوري فایبر له نښلېدو سره نورو هېوادونو ته د چین د ډیجیټالي مالوماتو د ټرانزیټ له لارې به افغانستان د کال ۶۰ مېلیونه ډالره ترلاسه کړي.
د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ سرپرست سید احمد شاه سادات په دې اړه څرګنده کړه:«په نېغه توګه له چین سره د افغانستان نښلېدل زموږ لپاره اهمیت لري او موږ له دغې لارې کولای شو انټرنېټي چوپړتیاوې په مناسبه بیه وپلورو.»
له نوري فایبر شبکې سره د بدخشان د واخان له لارې د افغانستان نښلول د ورېښمو د لرغونې لارې د لومړنۍ پروژې په کار پیل به وي.
د مخابراتو وزارت سرپرست وايي چې ۴۸۰ کیلو متره د نوري فایبر مزی به د ۲۰۱۸ زیږیز کال تر پایه افغانستان د چین له نوري فایبر سره ونښلوي. هغه د دغې پروژې لکښت ۵۰ مېلیونه ډالره بولي چې د نړیوال بانک لخوا ورکول کېږي.
د نوري فایبر پروژې مسؤول اکرام الدین وویل:«دغه لاره د نوري فایبر د مزو غځولو لپاره ډېره ستونزمنه ده خو د دغې پروژې پیسې د نړیوال بانک له خوا چې ۵۰ مېلیونه ډالره اټکل شوي دي ورکول کېږي.»
په هېواد کې د انټرنېت د بیو راټيټېدل، د انترنېتي خدماتو د کیفیت ښه کېدل او ۳۴ ولایتونو ته د انټرنېټي خدماتو پراختیا د دې پروژې له ګټو څخه دي.
اوسمهال افغانستان له ۵ هېوادونو سره د نوري فایبر له لارې نښلول شوی خو ویل کېږي چې د تخنیکي ستونزو له امله تر اوسه هم په هېواد کې نوري فایبر په ټیټ کیفیت انټرنېټي خدمات وړاندې کوي خو د انټرنېټ بیه د ګاونډیو هېوادونو په پرتله ډېره لوړه ده.