د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي سېشنبې(د غويي۵مه) مسکو ته د "له ترهګرۍ سره مبارزې" تر نامه لاندې ناسته کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ، او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف سره لیدنه درلوده.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او سیمې حالت په اړه خبرې اترې کړې دي او کرزي د اپریل په ۱۴مه مسکو کې یې د افغانستان په اړه د همکارۍ له امله مننه کړې ده.
ده هیله څرګنده کړې ده چې په افغانستان کې د مسکو د سولې هڅې ښه پایله ولري او له طالبانو سره د خبرو اترو لامل شي.
ښاغلي کرزي ویلي دي چې د تېر په څېر افغانستان باید د همکاریو مرکز وي او هېڅ هېواد د حالاتو کړکیچنولو هڅه ونه کړي.
نوموړي د روسیې له دولت څخه غوښتنه کړې ده چې د افغانستان دولت پیاوړتیا په موخه دې خپلې همکارۍو ته دوام ورکړي.
په همدې حال کې د روسیې د بهرنیور چارو وزیر، لارووف هم ژمنه کړې ده چې روسیه د افغانستان غوښتنه په پام کې نیولو سره دې هېواد کې د سولې راوستو هڅه کوي.
ده زیاته کړه چې هېواد به یې د افغانستان دولت پیاوړتیا په برخه کې خپلې هڅې وه سپموي.
په دي ناسته کې مسکو کې د افغانستان سفیر، عبدالقیوم کوچۍ، انجينر ضرار احمد عثماني او عبدالكريم خرم هم وو.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني په یوې خبري ناسته کې وویل چې روسیه د مسکو په غونډه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د کوربه توب لپاره چمتووالی ښودلی دی.
هغه وویل چې د مسکو د غونډې ګډونوال،له طالبانو څخه غواړي چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.
ښاغلي مستغني وویل چې ډېر ژر به په کابل کې د افغانستان د سولې په اړه د سیمهییزې اجماع په خاطر غونډه جوړه شي.
د مسکو غونډه د افغانستان،روسیې،ایران،پاکستان قزاقستان،قرغیزستان،ترکمنستان، تاجیکستان،ازبیکستان،چین او هند د استازو په ګډون جوړه شوه.