د سوریې حکومت مخالفو ډلو، هغه طرحه چې د امنو سیمو د رامنځته کولو او د پوځي عملیاتو د پای ته رسولو لپاره د روسیې، ایران او ترکیې له خوا وړاندیز شوې وه رد کړه.
د حکومت د مخالفو ډلو یوه استازي اسامه ابو زید وايي چې هغوی په هېڅ صورت د سوریې د وېشلو غوښتونکي نه دي.
هغه وویل:«موږ دا نه منو چې ایران په سوریه کې د خپلې ټولنپوهنې پروژه په مخ یوسي، په سیمه کې فرقهيي جګړو ته لمن وهي او اصلي ګټه داعش او القاعده اخلي، د دغه هوکړهلیک ضامن وي.»
خو په دغې غونډه کې د روسیې استازی، د دغو ډلو مخالفت د سوریې په راتلونکي اغېزناکه نه بولي.
د سوریې لپاره د روسیې د ولسمشر استازي الکسانډر لاونټېف په دې اړه وویل:«کولای شو چې درک کړو چې د سوریې حکومت د مخالفینو ځینې استازي په غوسه شوي دي؛ خو هغوی یوازې هغه کسان نه دي چې ستومانه شوي دي. د سوریې حکومت هم چې شپږکاله په جګړه کې وه،ستومانه شوی.د مخالفانو لهخوا د دغې غونډې پرېښودل به د سوریې په راتلونکي هېڅ اغېزه ونه کړي. »
له دغو ټول سره، روښانه نه ده چې د سوریې حکومت د مخالفو ډلو مخالفت، د ایران، روسیې او ترکیې هوکړهلیک به له کوم برخلیک سره مخامخ کړي.