د بدخشان ولایت د کلیو د پراختیا ریاست چارواکي( نن دوشنبې د غويي۲۵مه) وايي چې د دې پروګرام په لومړي پړاو کې به د څلورو کلونو لپاره د دې ولایت اته ولسوالۍ تر پوښښ لاندې ونیول شي.
ټاکل شوې ده چې دا پروګرام د روغتیا، پوهنې، د بریښنا تولید، چاپیریال ساتنې او د کانالونو د جوړلو په برخو کې پلی شي.
په بدخشان ولایت کې د یاد پروګرام مسوؤل، عبدالولي وویل:«دا پروګرام د ملي یووالي پروګرام بدیل دی او توپير یې دا دی چې هغه د کلیو په کچه وه او دا د ولسوالۍو په کچه. موږ اوه ولسوالۍ له فیض آباد ښآر سره په پلان کې لرو او وروسته به نورو ولسوالیو کې دا پروژه پلې شي.»
د بدخشان والی وایي، فیصل بېګزاد څرګندوي چې د ولسي تړون د پروګرام په چوکات کې په مختلفو برخو کې د روغتیا، پوهنې، د بریښنا تولید، چاپیریال ساتنې او د کانالونو د جوړلو په برخو کې به بیلا بیلي پروژې عملی شي.
ښاغلی بېګزاد زیاتوي:«هیله ده چې ولسوالان چې د والي او ولسمشر استازي دي د دې پروګرام په پلي کولو کې مرسته وکړي او د فساد مخه ونیسي او زه په خپله له دې پروژې څارنه کوم.»
که څه هم مخکې له دې د بدخشان اوسېدونکو د ملي یووالي پر پروګرام نیوکې درلودې، خو یو شمېر اوسېدونکي وايي چې که حکومت په سمه توګه دا پروګرام پلی کړي نو د دوی ستونزې به هوارې شي.
د یاوان ولسوال، غلامالله سید وویل:«د ملي یووالي پروګرام دومره بریالی نه وه، هیله ده چې دا پروګرام وکولی شي خلکو ته د روغتیا، برېښنا، او اوبو رسونې په برخه کې مرسته و کړي.»
د ولسي تړون پروژې پلې کېدو موخه په هېواد کې د ښارونو او کلیو پراختیا او خلکو ته د خدمتونو رسوَل دي.