سیمهييز چارواکي وايي چې په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو یوه سرتېري،نن له غرمې وروسته (شنبې د غبرګولي په ۲۷ مه)د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې څلور بهرني ځواکونه په ډزو سره وژلي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند عبدالقهار ارام طلوع نیوز ته وايي چې دغه څلور ښوونکي،ټپي دي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
هغه همدارنګه ویلي چې دغه بریدګر د نورو سرتېرو له خوا د ډزو په پایله کې وژل شوی دی.
تراوسه د دغې پېښې انګېزه او د بهرنیو ځواکونو هویت څرګند نه دی.
دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې کابو دوه میاشتې وړاندې، پر ۲۰۹ شاهین قول اردو باندې د طالبانو له خوا ډلهییز برید شوی وه او کابو ۲۰۰ تنه سرتېري او افسران په دغه قول اردو کې د دغه برید په پایله کې شهیدان شول.