Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سږنۍ روژه په تېرو ۱۵ کلونو کې تر ټولو خونړۍ روژه

د روژې له مبارکې میاشتې  له پیله تراوسه په پرله‎پسې توګه ترهګریزو پېښو دغه میاشت یې په تېرو ۱۵ کلونو کې په هېواد کې تر ټولو خونړۍ میاشت کړه.

په دغې مبارکې میاشت کې د خوست، کابل، پکتیا، هرات او هلمند په ولایتونو کې د ترهګریزو پېښو په پایله کې څه باندې ۱۰۵۰ تنه مړه او ټپيان شوي دي.

د روژې له لومړۍ څخه تراوسه په هېواد کې ۸ ترهګریزې پېښې شوي چې د مرګ ژوبلې او زیانونو شرح یې لاندې راغلې ده.

·        د رژوې په لومړیو ورځو کې په خوست ولایت کې چاودنې ۱۸ تنه شهیدان او ۶ ټيپان کړل.
 
·        د کابل د زنبق په څلور لارې کې د غبرګولي په ۱۰ مه د موټر بم زورورې  چاودنې په پایله ۱۵۰ شهیدان او کابو ۶۰۰ تنه ټپیان شول.
 
·        د سالم ایزدیار په جنازه کې ځانمرګی برید، چې ۷ کسان مړه او ۸۷ تنه نور ټپیان کړل.
 
·        پکتیا کې پر یوه جومات د ناپېژاندو وسله والو برید، ۳ شهیدان او ۵ نور ټپيان کړل.
 
·        د هرات پر جامع جومات د ځانمرګی برید په ترڅ کې ۸ کسان مړه او ۱۶ تنه نور ټپيان شول.
 
·        د کابل په الزهرا جومات ځانمرګی برید، ۵ تنه ووژل  او ۱۰ تنه نور ټپیان کړل.
 
·        د طالبانو له خو ا په پکتیا کې پر ځانګړو پولیسو د ډله‎ییز برید په ترڅ کې د ۶ امنیتي ځواکونو شهیدېدل او د ۳۴ تنه نور ټپي کېدل.
 
·        د هلمند په مرکز لښکرګاه کې ځانمرګی برید چې ۳۴ تنه شهیدان او شاوخوا ۶۰ تنه نور یې ټپيان کړل.

په دغو پېښو کې په ټولیزه توګه څه باندې ۲۳۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۸۰۰ تنه نور ټپیان دي.

د بشري حقونو سازمان رییس لعل ګل لعل د دغه وضعیت له دوام څخه اندېښمن دی.

هغه وویل:«که‎چېرې د نړۍ په هره برخه کې داسې بریدونه شوي وای،اوس به ټوله نړۍ ترهېدلې وه؛خو په افغانستان کې د خلکو وینه د ترې کچې بې ارزښته ده چې یوازې په یوې غندنې بسنه کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې داسې کورنۍ هم شته چې تراوسه یې د خپل کورنۍ دغړو مړي چې د زنبق په ترهګریز برید کې له لاسه ورکړي پیدا کړي نه دي.

۳۲ کلن فرهاد، هغه ځوان وو چې ټکسي يې چلوله او خپلو ماشومانو، مور او پلار ته یې نفقه برابروله.

خو د کابل زنبق څلور لارې کې ، له زورورې چاودنې څخه وروسته، نه د هغه کومه نښه پاتې شوه او نه یې د موټر کوم څرک ولګېد.

د فرهاد پلار عبدالفتاح په اړه وویل:«زه ډېره هڅه کوم چې اوښکې تویې نه کړم،ځکه چې دهغه (فرهاد) اولادونه،مېرمن او مور یې اغېزمن کېږي، کوښښ کوم چې ځان او د کورنۍ غړو ته ډاډګیرنه ورکړم.»

په همدې حال کې د دین عالمان پر ولسي وګړو او سپېڅلو ځایونو بریدونه غندي.

د دین عالم ګلاب‎الدین راسخ په دې اړه په ډاګه کړه:«دې ته هېڅکله جهاد نه شو ویلای؛ دا د خلکو وژنه ده، بې عقلي ده، بې دیني ده او له اسلام او دین څخه د درک نه درلودل دي.»

هېوادوال د اختر په درشل کې له حکومت څخه غواړي چې د هغوی امنیت ټینګ کړي او پرې نه ږدي چې د ترهګریزو او ځانمرګو بریدونو قرباني شي.

دوه ورځې وروسته،د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانان خپل اختر لمانځي؛خو په دغه اختر کې دلته په افغانستان کې په لسګونه کورنۍ د خپلو کورنۍ غړو په ویر کې ناستې دي او اوښکې تویوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه