په برېټانیا کې د سکانو یوه درې کسیزه ډله دې هېواد ته د ۷۰ افغانانو په قاچاق تورنه شوې ده.
په بریټانیا کې یوه محکمه وایي چې یادو درېیو کسانو د بریټانیا د ریښتیني پاسپورټونو په کارولو سره چې له نورو سک کورنیو څخه یې غلا کړي وو او یا یې هم په کرايې اخیستي وو، افغان پناه غوښتونکي یې په غیر قانوني توګه بریټانیا ته لیږدولي دي.
بریټانیایي چارواکي وایي چې، دې کسانو د هر پناه غوښتونکي څېره د سیکانو په څېر بدلوله، ږېره او ځانګړې پګړۍ یې ورته په سروله او بیا یې بریټانیا ته لېږدول.
چارواکي وايي چې یادو درېیو کسانو له دې لارې یې لسګونه زره یورو ترلاسه کړي دي.
ویل شوي چې د هر پاسپورټ په بدل کې د هغوی څښتنانو ته له ۹ تر ۱۲ یورو ورکول شوي دي.