د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان شنبې(د چنګاښ۲۴مه) وویل چې په دې هېواد کې د تېر کال د ناکامې کودتا عاملان باید د ګوانټانامو بندخونې د بندیانو په څېر کالیو کې محکمې ته حاضر شي.
نوموړي د یادې کودتا په کلیزه کې د عاملانو د اعدام پر مجازاتو یې ټینګار وکړ.
ترکیې د دې کودتا د لومړنۍ کلیزې کې زرګونه کسان استانبول کې د ترکیې بیرغ درلودو سره سرکونه ته راوتلي وو.
د ترکیې حکومت د کودتا په تور۷ زره لښکري کارکوونکي له دندو لیرې کړل او وروسته دا شمېر ۱۵۰ زرو کسانو ته لوړ شو.
د یادولو ده چې، ددې کودتا په تور پنځوس زره کسان نیول شوي هم دي.
د راپورونو له مخې د نیول شویو کسانو ډېره برخه پولیس، د وزراتونو کارکوونکي دي، خو ویل کېږي چې په کې ۳۰۰ د پوهنتون استادان هم شامل دي.
د تېر زیږدیز کال په جولای میاشت کې یو شمېر پوځیانو استانبول ته د اصلي لارو تړلو، د ټلویزیوني شبکو تر ولکې راوستو او د لوی هوايي ډګر کلابندۍ سره هڅه وکړه چې د دې هېواد ولکه په لاس کې ونیسي.
ویل کېږي چې د کودتا کوونکو موخه د اردغان حکومت نسکورل وه، خو بریالي نشول.