Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا پاکستان یې د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ

د امریکا متحده ایالاتو د پاکستان نوم یې د هغو هېوادونو په هغه نوملړ کې شامل کړی چې ترهګرو ته ام پټن‎ ځایونه برابره وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه رپوټ کې پاکستان داسې هېواد بلل شوی چې ترهګرو ډلو ته یې پناه ورکړې او دا ډلې له نوموړي هېواده په افغانستان کې د بریدونو پلانونه کوي.

د دغه رپوټ په یوه برخه کې راغلي اسلام اباد په افغانستان کې د امریکا د ګټو په وړاندې د ګواښونو د کمولو لپاره د افغان طالبانو او حقاني ډلې پرخلاف بسندویه ګامونه نه دي پورته کړي.

د دغه رپوټ په یوه برخه کې راغلي:« که څه هم پاکستان د افغانانو په مشرۍ خبرو ته د طالبانو او حقاني ډلې د اړ ایستلو له هڅو ملاتړ کړی خو اسلام اباد د طالبانو او حقاني ډلې پرخلاف بسندویه اقدامات نه دي کړي.»

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت د امریکا له دغه اقدام څخه هرکلی کوي او ټينګار کوي چې پاکستان له کلونو کلونو راهیسې د ترهګرو امن‎ پټن‎ځای وه.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي:«پر پاکستان باید فشار راوړل شي ترڅو د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه وکړي او هغوی بهر کړي.»

له دې سره سره پر اسلام اباد د فشار راوړلو په کار کې د نړیوالې ټولنې د اړ ایستلو لپاره د افغان دولت هڅې ډېرې ارزښتمنې بلل کېږي.

د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزي په دې اړه وویل:«افغان حکومت باید په دغو خاصو شرایطو کې، ډېر په ځیرکۍ سره د پاکستان د منزوي کولو لپاره ډېرې هڅې وکړي.»

له بلخوا په پاکستان کې د ترهګرو پر امنو پټن‎ځایونو د برید لپاره د عملیاتو پیل د دغو ډلو د له منځه وړلو موخه مهم بلل کېږي.

پخوانی پوځي محسن مختار څرګنده کړه:«اوس د دې وخت رارسېدلی چې نړیواله ټولنه او امریکا په پاکستان کې د ترهګرو د اډو پر ضد عملیات وکړي.»

د امریکا ولسمشر د خپل ملي امنیت له ډلې سره په افغانستان کې د امریکا د جګړې په اړه خبرې وکړې.

که څه هم دا خبرې د تړلو دروازو تر شا وشوې خو یو شمېر امریکایي چارواکي د خپلو نومونو له ښودلو پرته وايي په دغه ناسته کې په افغانستان کې د واشنګټن د نوې تګلارې د وروستي کولو په اړه خبرې وشوې.

په دې ناسته کې د امریکايي پوځیانو د شمیر په اړه چې ټاکل شوې افغانستان ته راولیږل شي پریکړه ونه شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه کلنی رپوټ ښيي چې ترهګرۍ ډلې لکه افغان طالبان او حقاني شبکه په پاکستان کې امن پټن‎ځایونه لري او له هغه ځایه پر افغانستان خپل بریدونه پلان وي.

شریک یي کړئ