نن له غرمې وروسته (د چنګاښ په ۲۹ مه)د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف کور تهڅېرمه ۵ توغندي لګېدلي دي.
د رپوټونو پر بنسټ دغو توغندویو ځاني او مالي زیانونه نه دي لرلي.
د پغمان ولسوالۍ امنیه قومندان سمونوال سردار محمد حکیمي وايي چې دغه پنځه فیره توغندي د میدان وردکو ولایت له خوا توغول شوي دي.
د هغه په وینا، دغه موضوع د څېړنې لپاره د میدان وردکو له امنیتي چارواکو سره شریکه شوې ده.
عبدرب الرسول سیاف د دعوت اسلامي ګوند مشري هم په غاړه لري او اوس د حراست او ثبات شورا ریاست په غاړه لري.
ښاغلي سیاف ته نېږدې کسانو هم د هغه د اوسېدو ځای تهڅېرمه د توغندیو د لګېدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې د دغو توغندیو د لګېدو په پایله کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.