د بامیانو والي طاهر زهیر وايي چې په دوه وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د ګرځندویۍ صنعت وده کړې او له دغه ولایت د لیدونکو شمېر زیاتوالی موندلی.
له دغه ولایت څخه شمېرې ښيي چې یوازې په یوه وروستي کال کې، ۲۰۰ تنو د دغه ولایت له بند امیر او نورو لرغونو سیمو څخه لیدنه کړې ده.
ښاغلي زهیر په دې اړه څرګنده کړه:«سږ کال په ځانګړې توګه له کوچني اختر څخه وروسته، د ۴۵ ورځو په اوږدو کې په دوامدره توګه سیلانیان او ګرځندویان حضور لرو.»
ډېری سیلانیان،کارکوونکي او زدهکړیالان دي چې د رخصتۍ د تېرولو لپاره یې دغه ولایت غوره کړی دی.
حسینه او بصیره چې زدهکړیالانې دي، وايي، تل یې بامیانو کې د لرغونو ځایونو په اړه اورېدلي وو، خو دا لومړی ځل دی چې د بامیانو بودا له نېږدې ویني.
حسینه وايي:«نن را ته ډېره خونده وره ورځ وه په ځانګړې توګه چې د کوه اژدها (د ښامار غره) ته ولاړو؛ هغه ځای ډېر ښه وه.»
بصیره هم وايي:«زما شوق او لېوالتیا وه چې دلته راغلم.»
د بامیانو بند امیر د سیلانیانو لپاره بل د لیدو ځای دی. کله کله په دې بند کې د ولایتونو د لامبو ځنو ترمنځ د لامبوهنې سیالۍ هم کېږي.
مرتضا نعمتي چې له هرات څخه راغلی وايي:«یو لړ سیالۍ مو لرلې چې د پنځو ولایتونو په منځ کې وې چې له نېکه مرغه د واټرپولو کې دویم مقام هرات خپل کړ.»
بامیانو کې اته داسې سیمې دي، چې د نړۍ د فرهنګي میراث برخې دي او د یونسکو د کولتوري میراثونو په نوملړ کې ثبت شوې دي.
د بامیانو د موزیم رییس عباس خاوري په دې اړه څرګنده کړه:«هغه هېوادوال چې راځي له لیرې پرتو ولایتونو څخه دي، له هرات څخه راځي، له کندهار، د هېواد له ټولو ولایتونو څخه راځي، خو ډېری یې له کابل څخه راځي سږ کال مو د سیلانیانو یو ستر سیل له کورنیو هغو درلود چې له بده مرغه زموږ امکانات ډېر کم وو.»
په همدې حال کې د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزیر وايي، ټاکل شوې د بودا د تندیسونو مخې ته سړک په تېږو وپوښل شي او د بودا هر لیدونکی به په ګاډۍ کې تېرېږي.