په میانمار کې مسلمانو جنګیالیو د یوې میاشتې لپاره اوربند اعلان کړی دی او وايي چې د دې کار موخه بې په دې هېواد کې د هغه انساني ناورین کمول دي چې د روهینګیا مسلمانان ورسره مخامخ دي.
د روهینګیا آراکان برخې آزاد پوځ څو اوونۍ مخکې د میانمار په دولتي ځواکونو برید وکړ او دا بریدونه د راخین پر مسلمان میشت ایالت کې د میانماري ځواکونو د پراخو بریدونو لامل شو.
ترهغه وروسته، د روهینګیا دوه سوه او نوي زره مسلمانان له خپلو کورونو بې ځایه شول.
په میانمار کې د مسلمانانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له پیل وروسته ډېر شمېر مسلمان بنګلهدیش ته کډه شوي دي.
دا اوربند د یوې لورې شوی دی.
د میانمار حکومت ویلي دي چې یو شمېر مسلمانو روهینګیانو ته به اجازه ورکړل شي چې هېواد ته راستانه شي او ټولو ته دا اجازه نه ورکول کېږي.
دا هېواد هغوی له بنګلهدیش څخه غیر قانوني کډوال بولي.
د میانمار مسلمانان وايي چې دولت د مسلمانانو نسل وژنه پیل کړې ده.
په همدې حال کې د بخښنې نړیوال بنسټ وايي چې داسې اسناد یې ترلاسه کړي دي چې میانماري امنیتي ځواکونو له بنګلهدیش سره پر پوله ماینونه ځای پر ځای کړي دي.
دا بنسټ وايي چې د دې ماینونو له کبله تېره اوونۍ درې ملکي کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
اوس مهال بې ځایه شوي کسان اوبو، خوړو او روغتیايي اسانتیاو ته اړتیا لري.
میانماري مسلمانان وايي چې پوځ د دوی تر وتو وروسته د دوی کورونه سوځوي، خو پوځ د بد چلند تورونه رد کړي دي.
په دې هېواد کې تاوتریخوالی هغه مهال پیل شول چې روهینګیا جنګیالیو تېره اوونۍ پر ۳۰ پوستو برید وکړ.