د هېواد اجراییه رییس؛ نن د اولمپیک په ملي کمېټه کې؛ د د ښکلا په برخې مډال ګټوونکي لوبغاړي او د هېواد د ازادو سیالیو اتل سیر بهادر زاده وستایل.
له دې سره تېره ورځ ولسمشر غني، هغو لوبغاړو سره ولیدل، چې نېږدې راتلونکې کې به د اسیا د اتلولۍ په سیالیو کې ګډون وکړي.
د هېواد اجرائيه رییس نن له غرمې وروسته د سیربهادر زاده له وروستۍ اتلولۍ او همدارنګه د اسیا د بندني ښکلا په سیالیو کې د قادر یاسني د طلا مډال ترلاسه کول یې د هېواد د ملي اولمپک په ودانۍ کې وستایل.
عبدالله عبدلله وویل:«زموږ سپورټي ټولنه د ویاړ ټولنه ده. په ځانګړو او ستونزمنو شرایطو کې تمرین وکړي.»
د هېواد د ملي اولمپک کمېټې رییس ظاهر اغبر وايي:«یوازینی سازمان چې کولای شي چې د هغه تر سیوري لاندې خپل ملي یووالی وساتو، قومي تعصبات څنګ ته کړو او د فکري او فیزيکي استعداد پر نبسټ خپله خپل ځایګی تعین کړو، هغه ورزشي ځای ګی دی.»
د هېواد د ازادو سیالیو وتلی اتل سیر بهادر زاده هم په ډاګه کړه:«هغه ورځ چې ما سپورټ وکړ، هیله مې دا وه چې یوه ورځ وشي، تاجیک، هزاره، ازبیک او پښتون تر یوه چت لاندې راغونډ کړم او ورته خوښي ورکړم.»