په تالار کې د ننه د آسیا مبارزهيي لوبو پنځم پړاو او پر لومړۍ ورځ افغانستان د نیوفول کانټکټ برخې او جوجتسو څانګې کې د حسینبخش سفري پر مټ د سرو زرو مډال څښتن شو.
دا لوبې چې تېره ورځ(شنبې د وږي۲۵مه) د ترکمنستان په پلازمېنه، عشقآباد کې پیل شوې، ښاغلي سفري په ۶۲ کیلو ګرام وزن په درلودو سره خپل قزاقستاني او ترکمستاني سیالان له مخې لیري کړل او د سرو زرو مډال ترلاسه کولو په موخه درېیم پړاو ته د ننه شو.
ښاغلي حسین په درېیم پړاو کې هم خپل ترکمنستاني سیال له مخې لیري کړ او د سرو زرو مډال یې پر غاړه کړ.
نوموړی د خپل د وهم مډال ترلاسه کولو په موخه د لوبې چمتووالی لري.
د جوجتسو لوبو کې په ۲۴۰ څانګو کې لوبغاړو ګډون کړی دی چې له افغانستان څخه په نی وازا او جوجتسو کانټکټ برخه کې لوبې کوي.
په همدې حال کې په ۶۲ کیلو ګرام وزن کې افغان لوبغاړي، احمد جاوید امیري چې دودیزه لوبه یې له خپلو دوو سیالانو وګټله، د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړ.
نوموړي له دوو سیالانو، ایازوف او عبدالرسول یوف لوبې وګټلې خو وروستۍ یې نوروز ایبیردیوف ته وبایلله او د سپینو زرو مډال یې پر غاړه کړ.
په روانو لوبو کې افغانستان د ۶۵ ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ ۶ځای خپل کړی دی.
په دې لوبو کې ۶۰۰۰ لوبغاړو د ۲۱ اسیايي هېوادونو ګډون کړی دی چې له افغانستان څخه ۱۷۷ لوبغاړي په ۱۶ څانګو کې ګډون کړی دی.