د زرغون بهیر او د هرات د سرزمین په نوم د شورا غړو، هرات ته د ګلبدین حکمتیار د سفر پر ضد لاریون وکړ.
لاریونوالو، د حزب اسلامي مشر،د خلکو پر وېشلو تورن کړ او ویل یې، چې هرات د خلکو د وېشلو ځای نه دی.
د هرات د سرزمین شورا غړي قاسم حعفري په دې اړه وویل:«موږ د ننني لاریون ګډونوال هرات ته د ګلبدین حکمتیار حضور نېک مرغه نه بولو او دا شان فعالیتونه د دغه هېواد د خلکو ترمنځ د یووالي او یو مټي والي پر ضد بولو.»
لاریون کونکي وايي د حزب اسلامي مشر به په دې ولایت کې په دریو ورځو کې د سیاسي ډلو جوړولو هڅې وکړي او ددغه ګوند فعالیتونه به پراخ کړي.
خو دوی ټینګار کوي چې د ښاغلي حکمتیار پروګرامونه د هېواد په ګټه نه دي.
لاریون کوونکې فاطمه جعفري په دې اړه څرګنده کړه:«موږ نن د اعتراض په توګه سره راغونډ شوي یوو او غواړو دا ووایوو چې د علم او فرهنګ ښار د افغانستان د خلکو د ژونکي ځای نه دی.»
د زرغون بهیر غړی عبدالرحمان عزیزي هم په ډاګه کړه:«موږ تل په هېواد کې دعدالت د ترلاسه کولو لپاره هڅې کړي او اوس هم د افغانستان د ابادۍ، ازادۍ او سر لوړۍ لپاره عدالت غوښتنه کوو.»
ګلبدین حکمتیار د سه شنبې په ورځ په خپل لومړي ولایتي سفر کې د هرات په جامع جومات کې خلکو ته وینا وکړه او په نوموړي ولایت کې یې په رسمي توګه د حزب اسلامي دفتر پرانیست.