Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسي جرګې پر رییس د فساد تور؛ استازي ابراهیمي باید کوښه شي

د ولسي جرګې ځينې غړي د ولسي جرګې د رییس عبدالرووف ابراهیمي، او د دغه بنسټ د دارالانشا د رییس له خوا فساد خیانت او د هېواد د ملي شورا په تاریخ کې تور داغ بولي او د هغوی د کوښه کېدو غوښتونکي دي.

د ولسي جرګې د مشر او دارالانشاء د مشر له لورې د مېلیونونو افغانیو په اړه د طلوع نیوز د موندنو له خپرېدو وروسته، د ولسي جرګې ځینو غړو توند غبرګون وښود.

د ولسي جرګې غړي رمضان بشر دوست په دې اړه وویل:«هغه استازي چې واقعاً عزت لري، شرف او حیثیت لري، په خپله فاسد نه دي او له فاسد څخه د قوم، مذهب، ژبې او تنظیم، ټولګي والي ملاتړ نه کوي. زه وړاندیز کوم چې باید امضا کړو او د دغه رییس د دندې د ځنډېدو مسله مطرح کړو.»

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون له لویې څارنوالۍ غواړي چې دغه موضوع په جدي توګه وڅېړي.

هغه زیاته کړه:«سندونه شته، چې یوازې ۱۰ سلنه فساد چې په ولسي جرګه کې دی، ښيي ۹۰ سنله نور سندونه پاتې دي.»

د ولسي جرګې بل غړی عبدالرحیم ایوبي هم وویل:«د پارلمان رییس لومړی باید په خپله استعفا وکړي چې نور هېڅ اخلاقي جواز نه‎لري چې راشي او موږ ته مخامخ کېني.»

د ولسي جرګې مشر او د دارالانشاء مشر یې په دې اړه خبرې نه دي کړي، خو د جرګې ځېنې نور غړي په دې اړه د څېړنې غوښتنه کوي.

د دغې جرګې بل غړي غلام فاروق مجروح هم په ډاګه کړه:«لږ تر لږه یوه څېړنه باید شوې وای وروسته بیا بپرې بحث نیولی وای که‎چېرې تور پورې وي، لکه څه ډول چې ښاغلي بشردوست وویل، ښه له هغې څخه پرته پر یوه مسلمان اوبه اچول ښه کار نه دی.»

طلوع نیوز په یوه ځانګړي رپوټ کې، د ولسي جرګې په مشر او دارالانشاء پر رییس د فساد تورنو نه پرده پورته کړې.

شریک یي کړئ