د مالیې وزیر د لوړپوړ چارواکو (سام) غونډې څخه یوه ورځ وروسته وویل چې په دغې غونډه کې مرسته کوونکو، د مرستو د جلبولو لپاره د افغان حکومت د ژمنو د عملي کېدو له پروګرامونو څخه ملاتړ وکړ
اکلیل حکیمي د سام دری ورځنۍ غونډې پایلې بریالۍ ارزوي او وایي، چې افغان حکومت د بروکسل په غونډه کې ټول کړې ژمنې پوره کړې دي.
خو زیاتوي، چې نړیواله ټولنه تراوسه نهده توانېدلې چې د افغان حکومت پر وړاندې پرټولو ژمنو عمل وکړي.
د مالیې وزیر ټینګار وکړ چې افغان حکومت له فساد سره پر مبارزې ژمن دی.
ښاغلي حیکمي په دې اړه وویل:«ټول هغه سلاکاران چې د وزارتونو لپاره ګمارل کېږي، دا باید د اړتیا په صورت کې وي، دا باید د ارزیابۍ پر بنسټ وي او د دې لپاره چې سم کنټرول شي، زمو هوکړه داسې شوې وه چې د مالیې وزارت د معینیت پالیسي دا مسوولیت لري چې د سلاکارانو غوښتنه له دې لارې ترسره شي.»
بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی د لوړ پوړو چاروکو غونډه د نړیوالې ټولنې او حکومت ترمنځ د ستونزو په هواري کې مهمه بولي.
تادامیچي یوماموتو په دې اړه زیاته کړه:«د تېرې ورځې د غونډې په پایله کې د افغان حکومت ستونزې په روښانه توګه وړاندې شوې او د دغو ستونزو د راوتو په موخه حل لاره هم روښانه او په څرګنده توګه وه.»
په همدې حال کې د اسیا پراختيايي بانک چارواکي له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې د سام درېیمه غونډه له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ژمنو دوام بولي.
د اسیا د پراخیتايي بانک مرستیال وینسیا ژنګ څرګنده کړه:«په دې غونډه کې د حکومت او مرستندویه هېوادونو وړتیا ولیدل شوه او دا ډېره مهمه وه چې حکومت او بنسټونه د سمون په موخه کار کوي تر څو د راتلونکي کال د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو ژمنې وغځول شي.»
په همدې حال کې د مالیې وزیر وایي، په کمروکونو کې د فساد مخنیوي په موخه له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې تر څو له افغانستان سره د اصلاحاتو په برخه کې مرسته وکړي.