د مالوماتي او ټکنالوژۍ توکو تولیدونکی شرکت، بلوسونیک په افغانستان کې د اقتصادي زوړې سره سره د پانګهونو د زیاتوالي خبره کوي او وايي که دولت یې ملاتړ وکړي، نو خپلې څانګې به ولایتونو ته هم وغځوي.
د دې شرکت مسوؤلین وايي چې تولید شوي توکي یې له نړیوالو معیارونو سره برابر او د افغانستان په نامه دي.
د بلوسونیک شرکت یو تن مسوؤل، سید هاشمي څرګندوي:«موږ نه غواړو چې حکومت موږ ته پيسې راکړي، زموږ د تولیداتو له پیرلو سره کولی شي زموږ ملاتړ وکړي. زموږ توکي دې وکاروی تر څو نوره پانګهونه وکړو.»
په همدې حال نندارې ته د بلوسونیک شرکت د توکو ايښودل شویو لیدونکي وايي چې اوسمهال هېواد کې شرکتونه معیاري توکي تولیدوي او له اخیستو سره یې کولی شو د کورنیو تولید شویو توکو پراختیا ملاتړ وکړو.
په یوه خصوصي پوهنتون کې استاد، عبدالخلیل عزیزي وايي:«له دې ټلیټونو او کمپيوټرونو مې استفاده کړې ده، ښه کیفیت لري.»
همداراز د اقتصاد وزارت سلاکار د کورنیو تولیداتو کارونه د ملاتړ یوازېنۍ لار بولي او وايي چې دا وزارت هڅه کوي تر څو د خصوصي شرکتونو کار پراختیا ته زمنیه برابره کړي.
د یاد وزارت سلاکار، پوپل زیاتوي:«که د دې شرکت په څېر نور شرکتونه هم افغانستان کې ولرو او د واداتو مخه تر یوې کچې ونیسو او په افغانستان کې دندې پیدا کړو ، دا ښه کار دی.»
له بلوسونیک شرکت په په شراکت کې د اافغانستان اکسس مالي بنسټ هڅه کړې ده چې یو شمېر محصلینو ته په قسط د کمپیوټرونو پلور زمینه برابره کړي.
د دې بنسټ اجرائیه رئیس، سلیم خان وايي:«د بېلګې په ډول بازار کې یو لپ ټاب لس زره افغانۍ دی، زموږ شرکت دا آسانتیا رامنځته کړې ده چې دا پيسې په شپږو میاشتو کې د مرابحې او یا اسلامي اجارې له لارې ورکړي.»
بلوسونیک هېواد کې د ټکنالوژيکو توکو تولید لوی شرکت بلل کېږي چې د کمپیوټرونو ترمڅنګ ټلفونونه او نور توکي بازار ته وړاندې کوي.