د ټاکنو کمېسیون مشر نن پنجشنبې (د تلې په ۱۹ مه) په یوې خبري غونډه کې وایي، د دې کمېسیون په اړه د ځینو سیاسي ګوندونو دریځ، سیاسي موخې لري.
بل لورې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پرالاجیکس امارتي شرکت په تړاو کړې اروزنه، د تدارکاتو ملي کمېسیون ته استولې، خو دغه کمېسیون د ټاکنو د کمېسیون ارزونه نیمګړې بولي.
دا غونډه په دې، وروستیو کې د ټاکنو کمېسیون د غړو په اړه د سیاسي ګوندونو د دريځ په غبرګون کې جوړه شوې.
غوښتنې يې دادي چې د ټاکنې بهیر باید زیانمن نه شي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر نجیب الله احمدزي په دې اړه وویل:« سیاسي عقدو او خپلو شخصي موخو ته د رسېدو لپاره د ویجاړولو فرهنګ باید لیرې کړي»
په همدې اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي د دوی اختلافونو د حل په موخه خلکو ته ډاډ ورکوي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمېنشر معاذالله دولتي څرګنده کړه:«پر ځینو ستونزو اعتراف کوو چې شته، خو ژمنه دا ده چې په همغږي ډول به پرېکړې نیول کېږي.»
بل خوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي د رایې ورکونې د مرکزونو پلټنې پای ته رسېدو خبر ورکوي.
د ټاکنو کمېسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسۍ وویل:«زموږ کارونه د پرمختګ په حال کې دي او یو له هغو دلایلو څخه چې د رایو ورکولو مرکزونو ارزول وځنډېدل امنیتي ستونزې وې.»
د ټاکنو کمېسیون له ملي تدارکاتو غواړي چې د پرالاجیکس شرکت برخلیک روښانه کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر رفیع الله بیدار هم زیاته کړه:« ډېر کم وخت لرو او هغه مهال چې د ټاکنو لپاره تعیین شوی د هغه فرصتونه باید اغېزمن نهشي.»
خو د ملي تدارکاتو کمېسیون وايي، د دغه شرکت په اړه پلټنې پای ته نهدي رسېدلي او باید د څېړنو، نور پړاونه هم تېرکړي.
په ملي تدارکاتو کې له فساد سره د مبارزې کارپوه نجمان بختیار په ډاګه کړه:«موږ په تمه پاتېږو چې د تدارکاتو بنسټ څه وخت خپل بشپړې ارزونې ترسره کوي او موږ ته یې استوي ترڅو کومه ملاحظه که وي، پر وخت سره د تدارکاتو بنسټ ته واستول شي.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغه شرکت په اړه د لومړنیو پلټنو څخه وروسته باید مالي او فني پلټنې هم وکړي او د خپلو څېړنو راپور د تدارکاتو ملي کمېسیون ته وسپاري.