د ټاکنو خپلواک کېسیون مني چې د رایه ورکوونکو د ثبت و راجستر لپاره د برېښناييٍ وسایلو د پېر بهیر، له ټاکل شوي مهال وېش څخه شا ته پاتې شوی.
په پام کې وه چې د دغو وسایلو د اکمالولو قرار داد د پرالاجیکس په نوم شر کت ته ورکړل شي، خو د دغه شرکت پر وړتیا د شک له کبله دغه قرار داد وځنډېد.
د ټاکنو کمېسیون وایي د یاد شرکت د وړتیا په اړه یې خپلې ملاحظې د تدارکاتو کمېسیون ته سپارلي، خو د تدارکاتو کمېسیون وایي دوی خپله ارزیونه بشپړه کړې او په دې هکله وروستۍ پرېکړه په خپله د ټاکنو د کمېسیون په واک کې ده.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس امام محمد وري ماچ په دې اړه وویل:«ګډې کمېټې خپله ارزونه وروستۍ کړې او د تدارکاتو کمېسیون ته یې استولې چې ایا دغه ارزونې د تدارکاتو په غوښتنه سمه ده که نه! او دا د تدارکاتو د کمېسیون کار دی چې د څېړنې پایلې موږ ته واستوي.»
خو د ملي تدارکاتو کمېسیون د دری ورځینو څېړنو پایلې يې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته استولې دي چې وروستۍ پرېکړه به د ټاکنو خپلواک کمېسیون کوي.
په همدې حال کې د وروستۍ پایلې مالومېدل پر ټاکنو د څار بنسټونو له خوا مهمې ګڼل کېږي.
د اکسین شبکې مشر جانداد سپین غر وویل:«کهچېرې ټکنالوژي شرط وي، ډېرې کمپنۍ شته چې له هغوی سره کولای شو دا موضوع شریکه کړو او وخت باید له لاسه ورنه کړو.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو په ترسراوي کې د پروګرامو په پلي کولو کې په بې غورۍ تورنېږي.
د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر انوار الحق احدي څرګنده کړه:«د راتلونکي کال په چنګاښ میاشت کې د ټاکنو ترسره کول په شک کېدي او د هغه عمده دلیل په خپله د ټاکنو کمېسیون او حکومت دی.»
د افغانستان پر ټاکنو د څار بنسټ غړی حبیب شینواری وايي:«د رایه د ورکوونکو د نوملړ چمتووالی، د ټاکنو د حوزو مالومول، امنیتي تابیاوې، او د پوهاوي د پروګرامونو په لاره اچول له هغو مهمو پروګرامونو څخه دي چې کمېسیون یې باید ترسره کړي.»
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر ټاکلې موده د ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کوي او زیاتوي چې د رایو اچونو د مرکزونو د پلټنې بهیر هم تر راتلونکې اوونۍ پورې پای ته رسېږي.