د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د ورېښمو لار بیارغونه به، د اسیا اقتصاد ته به بدلون ورکړي.
ولسمشر چې نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ورېښمو لارې په دولسمې غونډې کې وینا کوله په دغې لاره کې د شاملو هېوادونو په لاډېرې همکارۍ ټینګار وکړ.
د ښاغلي غني په وینا، د ورېښمو لارې بیارغونه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته حیاتي ده. هغه زیاتوي چې په دغې لاره کې، د افغانستان ونډه د اسیا د څلور لارې په شان باید وساتل شي.
ولسمشر غني وویل:«ډېره اړتیا لیدل کېږي چې د ښاري تحریک جوړول، پر اقتصادي خوځښت او د نښلون پر ټکي تمرکز وي، د اوسپنۍ پټلۍ جوړېږي او د فایبر نوري شبکه هم جوړېږي،خو اړتیا ده چې د دغه پروګرام په مشرۍ کۍ متخصص کسان وي.»
له بلخوا ولسمشر په دغې غونډه کې د ورېښمولارې پر فرهنګي او لرغوني اهمیت هم ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د ورېښمو لرغونې لار له فرهنګي او د نړیوالۍ معمارۍ د پراختیا له پلوه اهمیت لرونکې وه.
هغه زیاته کړه:«ای خانم یوازې یوناني ښار دی چې له یونان څخه بهر د یونانیانو د نقشې په واسطه په نړیوالو معیارونو سره برابر جوړ شوی او دا د دې ښودنه کوي چې موږ هېڅکله له تمدن څخه لیرې نه وو او تل له تمدنونو سره نښتي وو.»
په همدې حال کې د کور او ښار جوړونې وزیر،د چین په همکارۍ د ورېښمو لارې د بیا رغونې د نوې طرحې پلي کېدل په سیمه کې د اقتصادي خوځښت لپاره مهمه بولي.
د کور او ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري وویل:«د دغې لارې جوړېدل د نړۍ د اقتصاد د ثبات لپاره ډېر مهم دی او دغه لاره د هېوادونو د اقتصاد د ښه والي لپاره اغېزناکه ده.»
د ورېښمو په لاره کې د شاملو هېوادونو د ښاروالانو ۱۲ غونډه په دغې لاره کې د شاملو ښارونو د همغږۍ په موخه جوړه شوې وه، د سیمې د ځينو هېوادونو ښاروالانو ګډون کړی وه.