د کاپیسا ولایت پولیسو نن (شنبې د لړم په ۲۰ مه) ادعا کړې چې په دغه ولایت کې د هوايي بریدونو په پایله کې د کاپيسا ولایت د نومول شوي والي د مرستیال مولوي احسان الله په ګډون ۳۵ تنه طالبان وژل شوي دي.
د کاپیسا امنیه قومندان عبدالرزاق یعقوبي وايي چې دغه طالبان د تګاب ولسوالۍ په شلوتي کلي کې د منګل په اډه کې د پولیسو پر پوستو د برید لپاره سره راغونډ شوي وو. چې د ملي پوځ د پرلهپسې هوايي بریدونو موخه وګرځېدل.
په ورته وخت کې د تګاب د ولسوالۍ اوسېدونکي هم د دې پخلی کوي چې طالبانو تېره شپه په دغې ولسوالۍ کې درنه مرګ ژوبله لرله.
بلخوا طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.