د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې د ناټو ځواکونو پر ځواکمنتیا او د دغه ځواکونو د ماموریت پر دوام ټینګار کوي.
ټېلرسن وایي، ناټو د سوېلي اسیا په ځانګړي توګه د افغانستان په اړه د واشنګتن د نوې تګلارې په رڼا کې خپله همکاري زیاتوي.
هغه وویل:«تېره ورځ موږ د ترهګرو په وړاندې د خپلو عملي پروګرامو او د خپلو متحدانو (ناټو) د ځواکمنتیا په اړه خبرې اترې وکړې. لکه څرنګه چې د امریکا ولسمشر د سوېلي اسیا لپاره خپله تګلاره اعلان کړې ده، په افغانستان او عراق کې د ناټو په اوږد مهاله ژمنې دې پلي او خپلو همکارۍ دې زیاتې کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ناټو سرمنشي ینس سټولټبنرګ د دغه سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل چې له افغانستان سره د ناټو ګډون ډېر ډاګیز دی او د ناټو ځواکونه په دغه هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره له افغان ځواکونو په هڅه کې دي.