د هېواد د اولمپیک د ملي کمېټې د اجراییه شورا د غړو ناسته د هېواد د بدني روزنې او سپورټ د عمومي رییس او د دې شورا د ټولو غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د اولمپیک د ملي کمېټې ټاکنې د اولمپیک د نړیوالې کمېيټې د قوانینو له مخې تر درېیو نورو میاشتو پورې ترسره شي.
په دې غونډه کې د ټاکنو تر کېدو پورې باور هوتک د رایو په اکثریت سره د اولمپیک د ملي کمېټې د سرپرست او احسان الله نیرو د اولمپیک د ملي کمېټې د سکټر جنرال په توګه وټاکل شو.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د آسیا د اولمپیک د ملي کمېټې او د اولمپیک د نړیوالې شورا پلاوی د افغانستان د اولمپیک کمېټې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره کابل ته راغی او په همدې موخه یې له ولسمشر او یو شمېر لوبغاړو سره وکتل.