د کابل د پولي تخینک څلور زدهکړیالان، د لومړي ځل لپاره د دزهکړیالانو تر ټولو سترو سیالیو «هولټ پرایز» ته لاره موندلې ده.
هولټ پرایز، د نړۍ د سلګونو پوهنتونو د زدهکړیالانو ترمنځ یوه نړیواله سیالۍ ده چې د ملګرملتونو سازمان او د «بل کلنټون» بنسټ له خوا یې ملاتړ کېږي.
په سږنیو سیالیو کې لاره موندونکو زدهکړیالانو، خپل نوښتګر پروګرامونه یې د تجدید وړ انرژۍ په اړه چمتو کړي دي.
هولټ پرایز سیالیو ته لارې موندنکې زدهکړیاله ادینا فیض زاد په دې اړه وویل:«د دغې ډلې څلور تنه غړي دي؛ دوه نجونې او دوه هلکان. او تراوسه زموږ کار ډلهییز وه.»
د هولټ پرایز سیالۍ څلور پړاونه لري چې لومړی پړاو یې د هېوادونو په پوهنتونونو کې دویم پړاو یې د چین په شانګهای ښار کې درېیم پړاو یې په لندن کې او څلورم پړاو یې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې ترسره کېږي.
د هولټ پرایز سیالیو ته بلې لارې موندونکې زدهکړیالې مریم فورمولي په دې اړه زیاته کړه:«هغه پروژه چې موږ په پام کې نیولې ده، له انرژۍ څخه موږ کولای شو داسې برېښنا تولید کړم چې پاکه وي او چاپېریا هم ککړ نه کړي.»
میرویس نصرت چې د افغان څلور کسیزې ډلې مشري کوي وايي د دغو سیالیو د مادي او معنوي ارزښت په اړه داسې وايي:«موږ کولای شو چې په پوهنتونو کې هم د ښوونځيو په څېر یو ډول، د بایسکلونو په برخه کې، له دې پروژې ګټه واخلو چې له یوې خوا چاپېریال ساتل کېږي او له بلخوا د ټولنې تولو کسانو ته هم ګټور پرېوځي.»
په افغانستان کې د هولټ پرایز استازی نقیب الله عزیز څرګندوي:«په ټول کې د هولټ پرایز موخه د نړۍ د زدهکړیالانو د ظرفیت او ځواک د لوړېدو په واسطه د بې وزلۍ له منځه وړل او د خلکو د نړیوالۍ ستونزې لهمنځه وړل دي.»
هر کال د دغو سیالیو ګټوونکو ته یو مېلیون ډالر جایزه ورکول کېږي چې ترڅو خپل پروګرامونه عملي کړي.