د ولسمشر له خوا د بلخ معرفي شوی والي انجنیر محمد داوود چې مزارشریف ته تللی او بلخ ته د خپل سفر موخه د پلار د جنازې په مراسمو کې ګډون بولي.
ښاغلی داوود وايي چې د هغه او عطامحمد نور ترمنځ هېڅ ستونزه نه شته، خو د بلخ د والي په توګه د خپل کار د پیل لپاره د حکومت پرېکړې او د حکومت او جمعیت ترمنځ د خبرو اترو د پای ته رسېدو ته په تمه دی.
هغه په دې اړه وویل:«یوازې د جنارزې او فاتحې مراسمو لپاره راغلی یم. له تاسو، له ټولو امنیتي ځواکونو چې د دې ځای امنیت مو تامین کړ چې په مشرۍ کې یې زموږ مشر ورور عطا محمد نور دی.»
د حکومت او اسلامي جمعیت ترمنځ اختلافونو په لړ کې د ولسمشر لخوا د بلخ ولایت ته نوی ور پېژندل شوی والي انجنیر داوود مزار شریف ته راغلی.
ښاغلی داوود په عادي الوتنه کې له کمو ساتونکو سره مزار شریف ته ولاړ او وروسته د پولیسو په موټرو کې خپل کورته ولاړ.
انجنیر داوود وايي، چې د خپل پلار خاورې ته د سپارلو په موخه بلخ ولایته راغلی دی.
انجنیر داوود په دې اړه څرګنده کړه:«دا زموږ وطن دی راځو او ځو موږ داسې څه نه لرو سیاسي کو څه نه لرم. سیاسي خبرې له مذاکراتو سره حل کېږي.
د رپوټونو له مخې ښاغلی داوود له عطا محمد نور سره د توافق له مخې په ځانګړوشرایطو او کمو ساتونکو سره بلخ ولایت ته تللی.
په همدې حال کې د انجنیر داوود ویاند رحمت الله فطرت د هغه له ویاندويۍ استعفا کړې او هغه ادعا کوي چې ارګ له ښاغلي داوود د وسیلې په توګه کار اخلي.
هغه وویل:«یوازې په هغې موده کې چې زه هلته وم حتا په خپله ښاغلی مهندس هم یوازې له هغو خبرونو چې رسنیو ته به رسېدل د هغه پر بنسټ پروګرام جوړه.»
له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د حکومت او اسلامي جمعیت د خبرو اترو برخلیک مالوم نهدی.