د ولسمشر اقتصادي سلاکار په کابل کې د افغان – ترک د پنځه نندارتونونو پرانیستل د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ اړیکو د پراختیا لپاره مهم بولي او له افغان او ترک سوداګرو څخه غواړي چې په هېواد کې د تلپاتې اقتصادي ودې لپاره ډېرې پانګونې وکړي.
په همدې حال کې د ترکیې د سوداګرو او صنایعو څېښتو ټولنې مسؤولانو په دواړو هېوادونو کې د ګډې پانګونې څخه خبر ورکوي.
ودانیز توکي،خوراکي توکي،د سینګار توکي،لاسي جوړ شوي توکي،غالۍ او د برېښنا انرژۍ په تولید کې د نوې ټکنالوژي هغه محصولات دي چې په ۸۴ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
عمر زاخیلوال مشاور اقتصادی رئیس جمهور در این نمایشگاه افزود که اقتصاد کشور متکی به کمکهای خارجی است و برای رُشد اقتصاد پایدار در کشور به سرمایه گذاریهای مشترک میان بازرگانان افغان و ترک نیاز است.
د ولسمشر اقتصادي سلاکار عمر زاخېلوال څرګنده کړه: "په دې کې هېڅ شک نه شته چې زموږ اقتصاد یو متکي اقتصاد دی او تر ننه د بهرنیو مرستو په تکیې سره یو تلپاتې اقتصاد نه دی.کله چې موږ د یوه تلپاتې اقتصاد تمه لرو، زموږ یوازینۍ هیله د خصوصي سکتور څخه په افغانستان کې د خصوصي پانګونه له کورنیو پانګوالو او په دویم ګام کې هغه دوستان دي چې له هر لورې موږ ته نږدې دي،هیله لرو چې په راتلونکي کې ټولې هیلې به عمل بدلې شي".
په همدې حال کې د ترکیې د سوداګرو او صنایعو څېښتنو ټولنې مسؤولان د دغه نندارتون پرانیستل د دواوړ هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ګټور بولي.
د ترکیې د سوداګرو او صنایعو څېښتنو سامع یاوز وویل: " د دغه نندارتون څخه یوازینۍ موخه د افغانانو او ترکانو سوداګرۍ ته د زمینې برابرول دي او موږ غواړو چې د افغانستان د اقتصاد په وده کې فعاله ونډه ولرو او زموږ بله موخه دا ده تر څو د افغانانو پاګونې ترکیې ته جذبې کړو".
په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونو مسؤولان د لاجورد لاره د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د زیاتوالي لپاره مهم بولي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال خان جان الکوزی وايي:" د لاجورد لاره چې یوه له مهمو لارو څخه ده له دولت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې ډېر ژر دغه لاره جوړه کړي اوسمهال موږ دایران له لارې له ترکیې سره اړیکې لرو او زموږ سواکري او ټرانزیت له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو".
د افغان – ترک په پنځم ګډ نندارتون کې څه باندې ۶۰ افغاني او ترکي شرکتونو په ۸۴ غرفو کې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي او دغه نندارتون د درې ورځو لپاره پرانیستی وي.
په دې اړه مو اندونه