Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زلنسکي د امریکا د نویو پوځي مرستو له تصویبه هرکلی وکړ

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د دغه هېواد لپاره د امریکا د نویو پوځي مرستو له تصویبه هرکلی کړی او وايي چې دغه مرستې به د زرګونو اوکراییني وګړو د ژغورنې لامل شي.

هغه هیله‌ څرګنده کړې چې دغه لایحه به ډېر ژر د امریکا د استازو جرګې له خوا تصویب او د دغه هېواد ولسمشر جوبایډن ته به واستول شي.

ښاغلی زلنسکي زیاتوي:«له هر هغه کس څخه مننه چې زموږ لپاره یې د دغو مرستو له تصویب څخه ملاتړ کړی. دا پرېکړه د ژوند د خوندیتوب لپاره ده. غواړم چې شخصاً د امریکا د استازو جرګې له رییس مایک جان‌سن او له ټولو امریکایانو مننه وکړم، دوی لکه موږ احساس کوي چې روسیه باید په اوکرایین کې بریالۍ نه‌شي. هیله لرم چې دغه مرستې د امریکا د سنا په جرګه کې وڅېړل شي او ډېر ژر ولسمشر بایډن ته واستول شي.» 

د دغو پوځي امریکايي مرستو ارزښت ۹۵ مېلیارد ډالره دی چې له دې منځه، څه باندې ۶۰ مېلیارد ډالره اوکرایین او ۲۶ مېلیارد ډالر یې اسراییل، ۹٫۱ مېلیارد ډالر یې د غزې او سوډان اوسېدونکو د بشرپاله اړتیاوو د پوره کولو لپاره او ۸٫۱۲ مېلیارد ډالره یې د سیمې، هند، ارام سمندر او تایوان د امنیت ټینګښت ته ځانګړې شوې دي.

د امریکا د استازو جرګې د ریاست غړی وايي:«په دغې راې ګیرۍ کې ۳۶۰ مثبتې او ۵۸ منفي رایې موجودې دي. لایحه له اعتراض پرته تصویبېږي. د بیاغور لپاره یو وړاندیز شته دی.»

ټاکل شوې دغه لایحه، راتلونکې اوونۍ د امریکا د سنا جرګې له خوا تصویب شي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن هم د امریکا له سنا جرګې غوښتي چې دغه لایحه ژر تر ژره تصویب او د لاسلیک لپاره یې هغه ته واستوي.

د امریکا د استازو جرګې اوس اوس اوکرایین، اسراییل او تایوان ته د دغه هېواد د نویو پوځي مرستو لایحه تصویب کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه