Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هند کې د نړۍ تر ټولو سترې ټاکنې پیل شوې

هند کې نن (جمعه، وري ۳۱مه) سهار پارلماني ټاکنې پیل شوي چې د نړۍ تر ټولو پراخه ټاکنې بلل کیږي.

دا ټاکنې په ټول هند کې د رای اچونې مرکزونو د امنیت په موخه د روان زېږیز کال اپریل میاشتې له ۱۹ مې د جون تر لومړیو پورې په اوو پړاوونو کې ترسره کیږي.

د مالوماتو له مخې هند کې شاوخوا ۹۶۹ میلیونه کسان د رایې اچونې په شرایطو برابر دي.

د رایه اچونې په مرکزونو کې د رایې اچونې صندوقونو تر څنګ د رایه اچونې برېښنایي دستګاوې هم فعالې دي.

 رایه چوونکي، ساراسواټی ګورونګ وویل: « زه ډېر خوښ یم، زه هره ورځ دلته راتلم او د دې ورځې په تمه وم، ځکه دا زما د ټول ملت په ګټه ده.»

هند د انتخاباتو کمیسیون رییس، راجیو کومار هم وویل: « ډاډمن یو چې دا ځل به مو ځوانان رایه اچوونکي یواځې راځي نه بلکي، زموږ د سفیرانو او اغېزناکو په توګه وي.»

د هند لومړی وزیر، نریندرا مودي او متحدین یې په ټاکنو کې له لسو څخه د زیاتو مخالفو ګوندونو د ایتلاف پر وړاندې ولاړ دي.

نریندرا مودي ژمنه کړې چې که دا ټاکنې وګټي نو د هند اقتصاد چې دا مهال په نړۍ کې پنځم ځای لري، دریم ځای ته ورسوي.

هغه ویلي: « که یوه رایه د کنګره یا کمونسټانو ګوند ته ورکړئ نو هغو په مرکز کې حکومت نشي جوړولی، رایه ضایع کیږي، نو خپله رایه د بهاراتیا جاناتا ګوند ته چې حکومت به جوړ کړي، ورکړئ. زما تضمین همدغه دی.»

د هند د کانګرس ګوند مشر، راهول ګاندي چې په دې انتخاباتو کې د واکمن ګوند له مخالفو دی، د مودي د اصلي سیال په توګه لیدل کیږي.

دغه ګوند ژمنه کړې چې که درغلي ونه شي نو دوی به ټاکنې وګټي. 
 
د هند د کانګرس ګوند یوې مشرې، پریانکا ګاندي وویل: « که هېواد کې ټاکنې په ازاده توګه ترسره شي او د رایه اچونې په برېښنایي دستګاه کې لاوسوهنه ونه شي نو په ویلي شم چې بهاراتیا جاناتا ګوند له ۱۸۰ زیاتې څوکۍ نشي ګټلای.»

د هند پارلمان د استازو او سنا له دوو جرګو جوړ دی.

ولسي جرګه ٥٤٥ څوکۍ لري، چې له دې جملې څخه ٥٤٣ استازي د خلکو په رايو ټاکل کېږي او دوه نور استازي د ولسمشر له لوري د بریټانیوي هندیانو له ډلې ټاکي. 

 دغه ټاکنو کې د بریا لپاره یو ګوند باید لږ تر لږه د پارلمان ۲۷۲ څوکۍ وګټي.

د ټاکنو پایلې به د روان زېږیز کال په جون میاشت کې اعلان شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه