Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بنګله‎دېش کې د روهینګیايي مسلمانانو د وضعیت په اړه رپوټ

په میانمار کې د تاوتریخوالي له پیل څخه له څه باندې یوې میاشتې وروسته، د روهینګیا مسلمانان تراوسه هم بنګله‎دېش ته ګډوالي کوي.

د هغو کډوالو په وینا چې نوي بنګه‎دېش ته رسېدلي دي، د میانمار پوځيانو پر زرګونو تنو ملکیانو سره چې د میانمار په پوله کې کېښتۍ ته په تمه وو، برید وکړ او د دغو ملکيانو له برخلیک څخه خبر نشته.

د طلوع نیوز خبریال چې د بنګله‎دېش او میانمار ترمنځ پولې ته تللی، له دغو کډوالو سره یې خبرې اترې کړي دي.

هغه وايي چې ډېری روهینګیايي مسلمانان چې د بنګه‎دېش سرحدي سیمو ته رسېږي، له لوږې او شدیدو ناروغیو سره لاس او ګرېوان دي.

په دې لړ کې اومیندواره مېرمنې هم بنګله‎دېش ته رسېدلي چې تر اوسه روښانه نه دي له څه تریخ برخلیک سره به مخ وي.

مدینه له خپلو څلورو اولادونو سره، هغه مهال له میانمار څخه تېښته وکړه چې د هغه په وینا د میانمار پوځيانو د هغوی پر کلي برید وکړ.

مدینه وايي:«فکر مې کاوه، چې د برما پوځ به؛ د ولسي وګړو وژنه پرېښې وي؛ خو تېروتې وم، هغوی اوس هم خلک وژني. زما خاوند ترې تم شو او نه پوهېږم، چېرې دی. شاوخوا اتلس زره کسان، د سیند هغه بل لوري ته، کښتۍ ته په تمه وو، چې د برما پوځیانو پرې برید وکړ.»

دلته ډاکټران هره ورځ لږ تر لږه  ۲ سوه تنه، روهینجايي بې ځایه شویو مسلمانانو درملنه کوي.

خو د  ځینو کډوالو او په ځانګړې توګه د ماشومانو، ناروغي ګواښونکې ده او ډاکټران د عادي اسانتیاو په لرلو سره، د هغو درملنه نه‎شي کولی.

ځینې وخت د ناروغانو شمېر هومره زیات وي، چې د بنګله‎دېش نظامیانو مجبورېږي، چې ډاکټرانو سره همکاري وکړي.

شریک یي کړئ